|
پنځه بهرني سرتېري وژل شوي دي
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په افغانستان کې پنځه بهرني سرتېري وژل شوي دي .
د پولنډ پوځ ويلي چې د افغانستان په ميدان وردګو ولايت کې يې د سړک غاړې د ماين په چاودنه کې دوه سرتېري وژل شوي دي . سرچينې د چاودنې دقيق ځای او وخت نه دی ښودلی . پولنډ په افغانستان کې دوه زره سرتېري لري، چې زياتره يې په غزني ولايت کې مېشت دي . له دې سره په افغانستان کې د وژل شويو پولنډي سرتېرو شمېر پنځلسو ته رسېږي . بل خوا په کابل کې مېشتو ايساف ځواکونو بي بي سي ته په يوه رالېږلې ويناپاڼه کې د خپلو دوو سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړی . خبرپاڼه زياتوي چې دوه پوځيان يې د تېرې جمعې په ورځ (د اکتور پر نهمه) د افغانستان په ختيځ کې د چاودنې له امله وژل شوي دي . په خبرپاڼه کې د پوځيانو د وژل کېدو دقيق ځای نه دی په ډاګه شوی . خبرپاڼه کاږي چې په همدې ورځ د افغانستان په سوېل کې د ټپونو له امله يو امريکايی سرتېری هم وژل شوی دی . د همدې خبرپاڼې له مخې، په لوګر ولايت کې د ايساف او افغان ځواکونو په ګډو عملياتو کې لس شکمن وسله وال نيول شوي دي . خبرپاڼه وايي چې دغه شکمن وسله وال د عملياتو پرمهال د لوګر ولايت په پول علم ولسوالۍ کې نيول شوي دي . د خبرپاڼې په وينا غالباً نيول شوو وسله والو د سړک غاړې بمونو په جوړولو کې لاس درلود . د شکمنو نيول شويو وسله والو په اړه وسله والو طالبانو لاتر اوسه څه نه دي ويلي . |
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||