BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 12:36 گرينويچ 2009 ,03 اکتوبر
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
د حکيم الله مسيد د وژل کېدو ادعا شوې
 

 
 
ښاغلی مسيد
که د حکيم الله د وژنې خبره رښتيا شي نو دا به د ورستيو کې څو کلونو په ترڅ کې طالبانو ته يو بد ګزار وي .
د امريکا استخباراتي چارواکو ادعا کړې چې د پاکستانيو اورپکو نوی مشر
حکيم الله مسيد وژل شوی دی .

دوی وايي چې حکيم الله د پاکستاني طالبانو له يوې بلې ډلې سره په نښته کې وژل شوی دی .

امريکايان وايي چې دوی لا تر دې مه په دې اړه د معلوماتو په راغونډولو بوخت دي او لا هم په دې اړه څېړنې کوي .

خو تر ډېره بريده هغوی په دې باور دي چې نوی طالب مشر حکيم الله مسيد وژل شوی دی .
د پاکستان دکورنيو چارو وزير رحمان ملک هم تر دې وړاندې ادعاکړې وه چې د طالبانو نوی مشر د طالبانوله يوې بلې ډلې سره په خپلمنځي شخړه کې وژل شوی دی .

رحمان ملک ويلي و چې که حکيم الله مسيد ژوندی وي نو طالبان دې ويډ‌يو خپره کړي .

خوطالبان تر اوسه پورې د خپل نوي مشر د وژل کېدو پخلی نه کوي.

دغه راز يو تن چې ځان حکيم الله مسيد بولي د بي بي سي د اسلام اباد دفتر ته يې د ټلېفون په مټ ويلي چې دی ژوندی دی او دخپلې ډلې مشرتوب کوي .

خو دپاکستان دکورنيو چارو وزير بي بي سي ته وويل چې د حکيم الله مسيد د ورور غږ دهغه له غږ سره ورته دی او اوس له رسنيو سره په خبرو کې هڅه کوي چې وښيي دده ورور حکيم الله مسيد ژوندی دی .

د طالبانو د پخواني مشر بيت الله مسيد دمړګ په اړه هم څو ورځې دشک او ترديد خبرې کېده خو بالاخره طالبانو دهغه د وژنې پخلی وکړ.

شننونکي په دې اند دي چې که حکيم الله مسيد وژل شوی وي نو دا به د پاکستاني طالبانو لپاره يو سخت او مرګونی ګزار وي .

ځکه په دې وروستيو کې دبيت الله مسيد له وژل کېدلو وروسته دهغه د وياند په ګډون څو تنه طالب مشران دپاکستاني حکومت له لوري نيول شوي هم دي .

 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت