|
پاکستان: طاهر يولداش وژل شوی دی
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د پاکستان استخباراتي چارواکيو له القاعده سره دتړلي ازبک جنګيالي مشر د وژل کېدو له خبرې پرده پورته کړې ده .
دوی ويلي چې دغه مشر يوه اونۍ مخکې د پاکستان په شمال لوېديز کې د امريکا په يوه هوايي بريد کې ټپي شوی و چې دهغو ټپونو له امله و مړ. چارواکو ويلي دي چې د طاهر يولداش په نوم جنګيالی په سويلي وزيرستان قبايلي سيمه کې په نښه شوی و. دغه سيمه چې طاهر يولداش پکې له کلونو راهسي مېشت و د ياغيانو يوه ځاله ده. د راپورونو له مخې که څه هم طاهر يولداش پخپله په قبايلي سيمه کې اوسېده خو د فعاليت اصلي سيمه يې منځنۍ اسيا وه . دغه راز دی د هغو سلګونو ازبک جنګياليو مشر و چې ويل کېږي دا مهال د پاکستان او افغانستان په نا اراميو کې لاس لري . په دې وروستيو کې څو ځله د افغانستان په شمال کې هم چارواکو دطاهر يولداش د جنګياليو د شتون پخلی کړی و . کارپوهان وايي شونې ده چې د طاهر يولداش له وژنې سره په سيمه کې حالت يو څه بدلون ومومي . که د طاهر يولداش د وژنې خبره رښتيا وي نو دا به له 2008 کاله راهيسي چې د امريکا بې پيلوټه الوتکو په قبايلي سيمو کې بريدونه پيل کړي دي، يوه ستره لاسته راوړنه وي . افغان چارواکو تر اوسه پورې په دې اړه غبرګون نه دی څرګند کړی . |
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||