|
ګالبريت خپل ګوښه کېدل يو بد زيګنال بولي
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
ملګرو ملتونو په رسمي ډول په افغانستان کې د خپل يو لوړ پوړي مامور د ګوښه کولو دخبر پخلی وکړ .
ملګرو ملتونو ويلي چې سرمنشي بان کي مون پرېکړه کړې ده چې په افغانستان کې به ديوناما مرستيال پيټرګالبريت له دندې ګوښه کوي او را غواړي به يې . ښاغلی ګالبريت څه موده مخکې د افغان ټاکنو پر سر له خپل مشر سره له اختلافه وروسته له افغانستانه ووت او نژدې يوه مياشت وروسته يې په رسمي ډول له کاره دګوښه کېدولو خبر خپور شو . ښاغلي ګالبريت هم له بي بي سي سره په خبرو کې ومنله چې دی له دندې ګوښه شوی دی اولامل يې هم دده او په کابل کې دملګرو ملتونو د استازي کای ايده تر منځ د نظر اختلاف و. هغه وويل : (( ددرغليو په اړه ډېر شواهد موجود و ، ما غوښتل چې دا دافغانستان د ټاکنو کمېسيون ته د پلټنې لپاره واستوم، خو په افغانستان کې دملګرو ملتونو مشر نه غوښتل چې په دې اړه معلومات تيت شي . چې له امله يې زموږ تر منځ جدي اختلاف را وټوکېده . د افغانستان د ټاکنو کمېسيون يو خپلواک کمېسيون دی خو د ولسمشر کرزي زيات ملاتړ کوي .)) ښاغلي ګالبريت ويلي دي ، دی باور لري له دندې څخه دده دلري کېدلو لامل په افغان ټاکنو کې ددرغليو ادعاو ته د رسېدلو او دهغو د ارزولو د لارو چارو پر سر دده او ښاغلي ايده اختلاف و. ګالبريت بي بي سي ته وويل چې دی دملګرو ملتونو سرمنشي بان کي مون ته بشپړ درناوی لري خو له کاره دده دګوښه کولو له پرېکړې سره يې مخالف دی . هغه وويل : (( دا زما شخصي مسله نه ده، خو کله چې د دملګرو ملتونو په ملاتړ په تر سره شويو ټاکنو کې درغليو په هکله د اندېښنو د لرلو له امله ددغې ادارې يو چارواکی له دندې لرې کېږي نو زه فکر کوم دا يو خطرناک زيګنال دی.)) |
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||