|
څه باندې ٥ سوه زره د پاخه عمر افغانان په زده کړه بوخت دي
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
افغان دولت وايي په پنځو کلونو کې به د ١١ ميليون نا لوستو کسانو شميره د سواد زده کړې د پروگرام له لارې ٨ ميليونو ته راکښته
کړي .
ولسمشر حامد کرزي د همدغو هڅو لپاره د خپل دويم مرستيال په مشرۍ يو کميسيون هم اعلان کړ . دمگړۍ د بې سوادۍ د له منځه وړلو په کورسونو کې څه باندې ٥ سوه زره کسان په زده کړه بوخت دي چې عمرونه يې د ښوونځي له ټولگيو پورته تر ٤٥ کلونو پورې رسيږي . د سواد زده کړې بهير له تېرو دېرشو کلونو راپدېخوا پيل شوى خو په تېرو څو کلونو کې يې د بې سوادۍ د ختمولو لپاره هڅې گړندۍ کړي دي . د سواد زده کړې څه باندې شل زره کورسونه په ټول افغانستان کې فعال دي چې تر نيم ميليون زيات افغانان ورته دا مهال د ليک لوست لپاره راځي . لويه برخه يې ښځې جوړوي . دافغانستان د پوهنې وزير فاروق وردگ وايي د سواد زده کړي لپاره يې هڅې پراخې کړي دي :
(( موږ سږکال په ټول افغانستان کې د سواد زده کړي د عامولو لپاره خپلې هڅې دوه برابره کړي دي او چارې مو پراخې کړي دي . د سواد زده کړي معنيت په هر ه ولسوالى او ښاري نا حيه کې اته کار کونکي او د سواد زده کړي ښونکي لري . پر دې سر بيره د ملگرو ملتونو د يو شمير ادارو په مرسته د نژدې ٢ سوه زره کسانو لپاره په ټول هيواد کې دسواد زده کړي کورسونه فعال دي . په روان کال کې به د پوهنې وزارت د خپلو همکارو نړيوالو موسسو په مرسته تر نيم ميليون زيات نا لوستي افغانان د لوست په گآڼه سمبال کړي . چې دا د تير کال په پرتله څلويښت په سلو کې زياتوالى ښيي . )) ملگري ملتونه هم خوښيي ښيي چې افغان حکومت د سواد زده کړې ته پام ډير کړى . په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د ماشومانو دصندوق يو نسف مشره کاترين بنگوى وايي چې د سواد زده کړي له پروگرام سره به يې مرسته روانه وي : ((له ٢٠٠٦ کال راپديېخوا موږ د سواد زده کړې ډير ټولگي پرانيستي . ٢٦٠ زره کسان له دغه پروگرام څخه گټه پورته کړې ده . او زموږ پروگرام دادى چې دغه بهير ته دوام ورکړو . تاسو يوازې د يونسف فعاليتونو ته مه گورئ بلکه دا دنړيوالو مرستندويه هيوادونو په گډون د افغان دولت مسوليت هم دى . خلک هم يو لړ کارونه په دې برخه کې تر سره کولى شي .
ځکه ډير د سواد زده کړي کورسونه د خلکو په کورونو کې دي . بنا په دريو برخو کې مرسته کيدى شي اول خلک چې ټولگي يې په کورونو کې جوړ شوي ، دوهم دولت او دريم نړيواله ټولنه ده چې مرستې برابروي . )) سه شنبه د سواد زده کړې نړيواله ورځ وه چې په بېلابېل ډول يې لمانځنه وشوه . خو افغانستان غواړي د خپلو نړيوالو ملگرو په مټ له هيواد د بې سوادۍ ټغر ټول کړي . ددغه اوږده مزله د وهلو لپاره پخوانۍ پيل شوي هڅې په چټکيدو ښکاري . خوډير نا لوستي لا هم نه دي خبر چې دوى ته نژدې په کومو سيمو کې د سواد زده کړي کورسونه فعال دي . د افغان حکومت او ملگرو ملتونو د شميرو پر بنسټ ١١ ميليون هغه افغانان نا لوستي دي چې عمرونه يې د ١٥ او ٤٥ کلونوترمنځ ښول کيږي . د همدې وگړو د با سواده کولو لپاره افغان حکومت په خپله ملي پرمختيايي ستراتيژۍ کې لوى مسوليت منلى . د پوهنې وزارت د سواد زده کړي د کورسونو مشر الله باز جم وايي په څوکلونو کې به په ټول افغانستان کې ٣ ميليون وگړي له نا لوستو را کم کړي .)) ٢ ميليون نالوستي، لوستي شول ښاغلى جم وايي چې په تيرو ٦ کلونو کې تر دوه ميليون ډير نا لوستي افغانا ن تر يوه بريده باسواده شوي او دده په خبره يو شمير يې چې له ښوونځيو پاتې شوي وو ددوى د پروگرام له لارې بيرته د ښوونځيو سره ملگري شول :
(( دا اوس اوس څه باندې ٥ سوه زره کسان زموږ په څه باندې شل زره کورسونو کې په لوست بوخت دي ، له ١٣٨١ کال را هيسې تر دوه ميليون ډير کسان زموږ له کورسونو فارغ شوي دي . له تير کال را پديخوا موږ ٥ کلنه تگلاره د سواد زده کړې لپاره جوړه کړه او کارونه مو ډير منظم شول .)) افغان چارواکي وايي هر کال به يې د سواد زده کړي چارې پراخيږي او ددغه کار لپاره يې لکه د يو شمير نورو برخو په څير مسجدونه هم غوره کړي دي . يو ځل بيا د پوهنې وزير ښاغلى وردگ وايي: فاروق وردگ پر دې سربېره يو شمېر نور پروگرامونه هم ياد کړل چې پر بنسټ به يې په راتلونکو څو کلونوکې د ميليونونو نا لوستو افغان ځوانانو لپاره د ليک لوست زمينه برابره شي . خو پوښتنه داده چې د سواد زده کړې له کورسونود فارغيدونکي کس د زده کړې کچه څومره وي . دا پوښتنه مو د الله باز جم مخې ته کيښوده چې ددغو کورسونو نيغ مسوليت ور له غاړې دى . (( ځينې يې چې له ښونځيو پاتې شوي له ښونځيو سره ملگري کيږي ، ځينې يې ان ښونکي شوى ، ځينې يې د خپلې حرفي په برخه کې په هرڅه پوهيږي . لکه يو گنډونکى ، نجار او داسې نور په خپل کسب کې په خپلو حسابونو پوره پوهېږي. )) موخه دا شوه چې دکسب په خواکې نا لوستو ته ليک لوست هم ورزده کيږي چې په ښه توگه خپلې ورځنۍ حرفوي چارې پر مخ يو سي .د يونسف مشره ميرمن کاترين هم د سوادزده کړې پروسه اغېزمنه بولي :
((موږ يو له هغو ټولنو څخه يو چې د سواد زده کړې په ډگر کې کار کوو او باور لرم چې دغه پروگرام بدلون راوستى . خو زموږ ارزونه داده چې خپلې موخې ته له رسيدو لا هم ليرې يو . هدف دادى چې تر ٢٠١٥ کاله پور ې بايد پنځوس په سلو کې خلک باسواده وي چې دغې موخې ته لا واټن شته . )) خو په ولسي جرگې کې د ښوونې او روزني د کميسيون غړى او د پوهنې وزارت پخوانۍ چارواکى معين مرستيال پر دغه سيستم نيوکې لري : (( په لومړي پړاو کې دوى بريالي وو ، اوس چې اجراييوى واک نه لري او يوازې پلان چوړوي نو کار يې بريالى نه دى او ليدل کيږي چې په ډيرو کورسونوکې د ښونځيو زده کونکي لوست کوي ، په ځينو کورسونو کې بيا بيخي زده کوونکي نشته .)) د ولسي جرگې يوه بل غړي مولوي سيد الرحمن بيا ان د جرگې په عمومي ناسته کې تور ولگاوو چې ډيرى دغه کورسونه د يو شمير کسانو د گتې وټې لپاره جوړ شويدي نه دده په خبره د ليک لوست لپاره . (( شپيته په سلو کې د ذسواد زده کړي کورسونه په نوم شته يوازې د پوهنې مديران او نور ولايتي چارواکي يې پيسې اخلي ، زه يې درته ثابتولى شم . )) د ښاغلي سېدالرحمن او معين مرستيال استدلال دادى چې دغه چاره دافغانستان د عيني واقيعتونو سره سمه پر نه وړل کيږي ، چې د پوهنې وزارت يې دغه نيوکه نه مني او وايي چې د سواد زده کړي کورسونو يې د اوسېدا په ځايونو ، د خلکو په کورونو او دکار په ځايونو کې دخلکو په غوښتنه د هغوى د باسواده کولو لپاره پرانيستي دي .
د پوهنې د وزارت وياند اصف ننگ وايي: (( زموږ څه باندې شل زره کورسونه ټول فعال دي او په ټولو کنټرول لرو کومه ستونزه نه لري ، د وکيلانو خبره موږ نه ردوو او نه يې منو . کېدى شي په ځينو برخو کې دا سې وي خو اصلاحات را غلي او دا چاره روانه ده اوپه دې برخه کې يو نسف ، يو نسکو او يو ان هبيتات ټول په گډه کار کوو )) خو په جنگ ځپلې ، نا امن او له ستونزو ډک افغانستان کې د ١١ ميليون بې سواده کسانو د با سواده کولو چاره دومره اسانه خبره نه ده . ښاغلى جم له ټولو خلکو او ټولنو غواړي چې په دغه برخه کې ور سره مرسته وکړي . (( ټول لوستي او نا لوستي بايد لاسونه سره يو کړو ، يو کس که يوه خونه را کړې ، بل دې يوه توره دړه راکړي او بل دې سروې را سره وکړي ، موږ ټولو ته دا وايو چې وازې دا ١١ ميليون نالوستي نشو باسواده کولى )) ملگري ملتونه هم د نا لوستو افغانانو شميره د انديښنې وړ بولي خو په دغه برخه کې پيل شويو کارونو او هڅو ته په کتو سره د خوښۍ هيله کوي او د مرستې ټټر وهي . همدا تيره اوونۍ افغان ولسمشر حامد کرزي د خپل دويم مرستيال په مشرۍ د سواد زده کړي عالي دولتي کميسون اعلان کړ چې گڼ حکومتي وزارتونه يې د غړو په توگه دنده لري چې د نا لوستو افغانانو د با سواده کولو چارې ته په گډه ملا وتړي . د يادونې وړ ده چې سږ کال ددغې چارې لپاره يو نيم ميليون پرمختيايي بودجه هم بيله شوې چې تمه کيږي په راتلونکو کلونو کې څو برابره شي . |
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||