BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 07:14 گرينويچ 2009 ,01 سپتمبر
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
ډيزني: ماروېل مو په ٤ ميليارده ډالرو راونيوۀ
 
د والټ ډيزني کارتوني فيلم عکس
دغې کمپنۍ د سپايډر من، آيرنمن او اکس من په څېر خوځېدونکو تصويرونو نړيوال شخصيتونه په خپلو کړنو کې جوړ کړي دي .
د ساتېرۍ او لوبو د فيلمونو جوړولو سترې امريکايي کمپنۍ والټ ډيزني اعلان کړی چې د ماروېل انټرټېنمټ کمپنۍ يې په څلور ميليارد ډالره رانيولې ده .

ماروېل هم په نړۍ کې پوره شهرت خپل کړی دی .

دغې کمپنۍ د سپايډر من، آيرنمن او اکس من په څېر خوځېدونکو تصويرونو نړيوال شخصيتونه په خپلو کړنو کې جوړ کړي دي .

له دې سره به د ماروېل کمپنۍ نژدې پنځه زره کارتوني څېرې د والټ ډيزني کمپنۍ ملکيت وګرځي .

د والټ ډيزني کمپنۍ اجرايوي مشر رابرټ آيګر ويلي دی باور لري چې له دې سره به د والټ ډيزني کمپنۍ شهرت لانور هم زيات شي .

بل خوا د ماروېل اجرايوي مدير آيک بيرلماټرويلي چې د ماروېل کمپنۍ يې له والټ ډيزني هغې سره يوځای کړې ده .

دواړو شرکتونو ويلي چې په ماروېل کې شرکت لرونکي به هم په والټ ډيزني کې خپله ګټه وټه اخلي .

په تېر مالي کال کې مارويل 206 ميليون ډالره ګټه کړې وه .

 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت