BBCPashto.com

09:44 گرينويچ 2009 ,31 اگست

بي بي سي پښتو ډاټ کام

په جلال اباد کې سېلابونو ١٠ تنه وژلي دي

د افغانستان په ختيځ جلال اباد کې سېلابونو او ورښتونو لږترلږه لس تنه وژلي او سلګونه کورونه يې ويجاړ کړي دي .

په جلال اباد کې عيني شاهدانو ويلي چې دغه سېلابونه له سپين غر، پچير اګام او چپرهار له سيمو نه د ننګرهار پر مرکز جلال اباد تېه شپه راغلي دي .

د لومړنيو معلوماتو له مخې د جلال اباد ښار د اکمالاتي بېز په سيمه او بهسودو ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله لس تنه وژل شوي دي .

په جلال اباد کې د بي بي سي خبريال وايي چارواکو ويلي چې دا کره شمېره نه ده او د دقيقې شمېرې په اړه به وروسته مالومات ورکړي، چې په دې اړه يې يو پلاوی هم ټاکلی دی، چې د اوښتو زيانونو دقيقه کچه مالومه کړي .

دوی وايي چې تر اوسه په دغو سېلابونو کې د لسو تنو مړي موندل شوي او لاهم پلټنې روانې دي .

د سيمې خلک دا هم وايي چې ګڼ نور خلک لاهم بې درکه دي .

رپوټونه وايي چې سېلابونو د جلال اباد امنيه قوماندانۍ په جنوب کې د سړک پرسر يو لوی پل هم نړولی دی، چې د ترافيکو پرمخ لاره تړل شوې ده .

عيني شاهدانو ويلي چې د جلال اباد – تورخم پرلويه لاره د سراچه په نامه پول هم په بشپړه توګه ويجاړ شوی هلته هم د ګاډو مخه نيول شوې ده .

د روان کال د مۍ مياشتې په لومړيو کې هم د افغانستان په شمالي ولايتونو کې دې ته ورته سېلابونو لس تنه وژلي وو او سلګونه کورونه يې زيانمن کړي وو .

همدارنګه، د تېر جولای مياشتې په نيمايي کې د خوست ولايت په مركز او ولسواليو كې د سختو بارانونو له امله سيلابونوپه ښار او كليوالي سيمو كې سړكونو، كورونو ،سربندونو او ويالو ته دروند زيان اړولى و او پر سلګونه جرېبه ځمكه كرل شوې كروندې يې له منځه وړي وې .