10:56 گرينويچ 2009 ,19 جولاى
بي بي سي پښتو ډاټ کام
نن له غرمې وروسته د ننګرهار په سرحدي ښارګوټي تورخم کې پر سرحدي پوليسو ځانمرګى بريد وشو .
د ننګرهار په سرحدي ښارګوټي تورخه کې پر سرحدي پوليسو ځانمرګی بريد شوی.
د ننګرهار امنيه قوماندان جنرال ايوب سالنګي بي بي سي ته وويل چې دغه بريد نن له غرمې وروسته وشو .
د ښاغلي سالنګي په وينا، په دغه بريد کې يو افغان سرحدي پوليس، يو ملکي وګړی وژل شوي او دوه سرحدي پوليس او يو لاروی ټپي شوي دي .
بريد د تلاشۍ پوستې ته څېرمه شوی دی .
د تېرې جون پر دېرشمه هم د جلال اباد - تورخم پر لويه لاره په يوه ځانمرګي بريد کې دوه تنه ووژل شول او ١٠ نور ټپيان شول .
سيمه ييزو چارواکو ويلي وو چې بريد کوونکي ښځينه جامې اغوستې وې او د پوليس د تلاشۍ په پوسته کې يې ځان پورې تړلي توکي وچوول .
له بريد وروسته د تورخم سرحدي پوله تړل هغه مهال وتړل شوه .