12:44 گرينويچ 2009 ,18 جولاى
افغان ولسمشر حامدکرزي د افغانستان د بيارغونې په چاروکې د امريکا د متحده ايالتونو له ستر پلټونکي جنرال ارنولډ فيلډز سره په کتنه کې له اداري فساد سره د خپل حکومت پر مبارزه ټينګار کړی دی .
دغه راز ښاغلي کرزي ويلي چې حکومت به يې له ښاغلي فيلډز او د هغه له ملګري پلاوي سره مرسته وکړي چې په افغانستان کې د امريکا د لګول شويو مرستو د څرنګوالي په اړه پلټنې وکړي .
د ولسمشر کرزي د دفتر له لوري په خپره شوې وينا پاڼه کې ويل شوي دي افغانستان ته د جنرال فيلډز د سفر موخه د هغو پروژو ارزول دي چې دا مهال د امريکا په مالي مرسته پلې کېږي .
د امريکا د سمندريز ځواک متقاعد سترجنرال فيلډز تر دې مهال باميان، بدخشان، غور او هرات ولايتونو ته تللی دی او هلته يې د خپل هېواد په مالي مرسته پلې کېدونکې پروژې کتلې دي .
امريکا وايي چې له ٢٠٠١ کال راپدېخوا يې د افغانستان د بيارغونې له بهير سره نژدې ٣٣ ميليارد ډالره مرسته کړې ده .
په افغانستان کې له څو کلونو راهيسې جګړه روانه ده او دغه هېواد له سترو ګواښونو سره مخامخ دی .
د دغه هېواد زياتره کليوالۍ او ليرې سيمې بيارغاونې ته اړتيا لري .
که څه هم دغه هېواد ډېرې پټې زېرمې لري، خو لاهم د بهرنيو هېوادونو او نړيوالۍ ټولنې له مرستو پرته د بيارغونې کارونه چندان مخکې په کې نه ځي .
ارنولډ فيلډز په تېرو څو مياشتو کې دوه ځلې افغانستان ته سفر کړی، چې په هر ځل يې له افغان ولسمشر حامد کرزي سره ليدلي دي .
د"نړيوال شفافيت" په نامه يوې ناحکومتي ادارې، چې مرکز يې په برلين کې دی، افغانستان د نړۍ له هغو ١٨٠ هېوادونو څخه يو بللی، چې تېرکال په کې د اداري فساد کچه لوړه شوې وه .
د دغې ادارې په يوه رپوټ کې راغلي وو، چې ترافغانستان بيا وروسته په هايتي، عراق، ميانمار او سوماليا کې ډېر اداري فساد دی .
ارنولډ فيلډز د افغانستان لپاره يوازېنی امريکايي پلټونکی نه دی، بلکې د امريکا د بهرنيو چارو او دفاع وزارتونو پلټونکي هم په افغانستان کې ګمارل شوي دي .