11:40 گرينويچ 2009 ,17 جولاى
مصطفی سالک
له کابله
د تاو تريخوالي دنويو پېښو په ترڅ کې د افغانستان په سويل او سويل ختيځ کې لږ تر لږه ٢٧ کسان وژل شوي دي .
د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې د سړک د غاړې په يوې چاودنې کې لږ تر لږه ١١ تنه ولسي وگړي وژل شوي دي .
د کند هار ولايت د سرحدي پوليسو يوه چارواکي جنرال سيف الله حکيم وويل چې ٥ ماشومان او درې ښځې هم د وژل شويو وگړو په ډله کې دي.
د نوموړي په وينا په چاودنه کې درې نورې ښځې ژوبلې شوې دي .
د پېښې پړه هېچا هم پر غاړه نه ده اخستې.
بله خوا د کندهار ولايت د شاولي کوټ ولسوالۍ اوسيدونکي وايي چې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بمبار کې ٥ ولسي وگړي وژل شوي او ١٢ نور ټپيان دي.
د کندهار چارواکي د نړيوالو ځواکونو له خولې وايي چې په بمبار کې طالبان وژل شوي دي خو د شمېر په اړه يې څه نه وايي او زياتوي چې پلټنې يې پيل کړې دي .
د افغانستان په سويل ختيز کې وسلوالو طالبانو گواښنه کړې چې که په غزني او پکتيکا ولايتونو کې پيل شوي عمليات ونه درول شي دوى به هغه امريکايي سرتېرى ووژني چې څه موده مخکې يې يرغمل کړى دى.
دغه راز په سويل ختيځ کې د ناټو ځواکونو د رسنيو د فتر وايي چې د پکتيا په وزې ځدران ولسوالۍ کې يې عمليات کړي او ١٤ تنه اورپکي يې وژلي دي.
طالبانو تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ويلي.
نړيوالو سوله ساتو ځواکونو بيا د يوې خبر پاڼې په خپرولو سره د افغانستان په سويل کې د خپل يوه سرتيري د وژل کيدو خبر خپور کړى دى.
خبر پاڼه وايي چې سرتېرى د سړک د غاړې په چاودنې کې وژل شوى دى.
په خبر پاڼه کې د سرتېري هويت نه دى په ډاگه شوى دى.
په همدې حال کې په افغانستان کې مېشتو ايتلافي ځواکونو په بېلو خبر پاڼو کې ويلي چې په لوگر کې يې درې او د هلمند په نادعلي کې
يې څلور تنه مشکوک وسلوال نيولي دي.
د هدغو ځواکونو يوه بله خبر پاڼه د گريز خوست سړک په اوږدو کې د ايتلافي ځواکونو له خوا د يوشمېر مخالفو وسلوالو د وژل کېدو خبره کوي.
وسلوالو طالبانو تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي وژلي.
په يوه بله پېښه کې په پکتيکا ولايت کې دسړک دغاړې په يوه چاودنه کې دملي پوځ دوه تنه افسران او درې سرتېري وژل شوي دي.