BBCPashto.com

08:11 گرينويچ 2009 ,16 جولاى

الياس وحدت
له خوسته

داکمالاتي کاروان 3 ساتونکي ووژل شول

د پكتيكا ولايت دبرمل سرحدي ولسوالۍ په مرغې سيمه كې د بهرنيو ځواكونو پراكمالاتي كاروان بريد کې پنځه افغان امنيتي ساتونکي ټپيان او درې نور وژل شوي دي .

ددغه ولايت دوالي وياند حميدالله ژواک وويل چې په له بريده وروسته د دواړو لورو تر منځ نښته پيل شوه چې دوه ساعته روانه وه .

ده زياته کړه چې په نښته کې د کاروان دساتونکو په مرګ ژوبلې سربېره ددوی دسپرلۍ درې موټرونه هم ويجاړ شوي دي .

ښاغلي ژواک د طالبانو دزيان په اړه وويل چې د دوو قوماندانانو په ګډون 21 وسلوال طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي .

خو وسلوال طالبان وايي چې ددوی يو ملګری ټپي شوی او وژل شوي ټول ولسي وګړي دي .

دغه راز طالبان ادعا کوي چې په دغه بريد کې يې داکمالاتي کاروان ګڼ سرتېري وژلي او 15 تنه يې ژوندي نيولي دي .

بل لوري ته د خوست د ناامنه ولسوالۍ صبريو خالبېسات ښارګوټي ته نژدې د روشن مخابراتي شركت مخابراتي ستنه په ماين الوزول شوې او وروسته سوځول شوې ده .

د صبريو ولسوال دولت قيومي وايي، چې پېښه دشپې نا وخته شوې او دا وخت دغه ستنه كار نه کوي .

د دې ترڅنګ په خوست كې د ناټو ځواکونو درسنيو دفتر وايي چې تېره شپه يې په صبريو ولسوالۍ كې دوه ماين خښوونكي له چورلکې څخه ويشتلي او وژلي دي.