06:19 گرينويچ 2009 ,15 جولاى
په افغانستان کې مېشت ناټو ځواکونه وايي چې دوه پوځيان يې د بېلابېلو چاودنو له امله د هېواد په ختيځ او لوېديځ کې وژل شوي دي .
په افغانستان کې د ناټو دوه نور سرتېري وژل شوي دي .
ناټو ځواکونه وايي چې دغه پوځيان يې د هېواد په ختيځ او لوېديځ کې د دوو بېلابېلو چاودنو له امله وژل شوي دي .
بي بي سي ته د ايساف ځواکونو په دوو جلا جلا رالېږل شويو خبرپاڼو کې ويل شوي چې سرتېري يې د سړک غاړي په بمي چاودنو کې وژل شوي دي .
په خبرپاڼو کې د وژل شويو سرتېرو د هويت او دقيق ځای په اړه څه نه دي ويل شوي .
تېره ورځ هم ايساف ځواکونو خبر ورکړی و، چې د جولای پر ١٣ مه يې د افغانستان په سويل کې له طالبانو سره په نښته کې دوه سرتېري وژل شوي دي .
د افغانستان په جنوب کې د نړيوالو ځواکون له خوا په روانو پوځي عملياتو کې د ايساف ځواکونو مرګ ژوبله مخ پر ډېرېدا ده .
د تېرې جمعې په ورځ په هلمند کې يوازې اته برتانوي پوځيان ووژل شول .