07:00 گرينويچ 2009 ,11 جولاى
بي بي سي پښتو ډاټ کام
د برتانيا د بهرنيو چارو وزير ډېوېډ ميلبنډ ويلي چې په افغانستان د خپلو ځواکونو د شتون ملاتړی دی .
نوموړي دغه څرګندونې پرداسې مهال کړې، چې تېره ورځ په هلمند کې پنځه برتانوي پوځيان ووژل شول .
ميلبنډ ويلي چې ځواکونه يې په افغانستان کې د برتانيا د ښه راتلونکي لپاره جنګېږي او افغانستان به پرېنږدي، چې يو ځل بيا د ترهګرو د روزنيز مرکز او پټنځای وګرځي .
د برتانيا لومړي وزير خبرداری ورکړی چې برتانوي ځواکونه په افغانستان کې له يو سخت اوړي سره مخامخ دي خو زياتوي سرتيرو يې د اورپکو د ماتولو او د اگست په مياشت کې د ټاکنو د امنيت ساتلو هوډ کړى دى .
د برتانيا د بهرنيو چارو وزير ډېوېډ ميلبنډ وايي دا د امنيت په گټه ده چې دغلته افغان او برتانوي سرتېري جگړه کوي:
'' القاعده يو نړيوال حرکت دى خو د خپل فعاليت لپاره يې د افغانستان او پاکستان پولې غوره کړي دي. مقصد په بشپړه توگه روښانه دى او هغه دا چې موږ بايد بېرته خپل امنيت ته ور وگرځو. دغه هدف ته د رسېدو لپاره ښه لاره داده چې افغان امنيتي ځواکونه پياوړي او د هېواد د فاع جوگه شي ، نه دا چې طالبان پر افغانستان واکمن وي. بل دا چې افغان حکومت هم په ښه توگه سمبال شي چې دا يو ډېر مهم عنصر دى .''
د برتانيا دفاع وزارت ويلي چې د تېرې جمعې په ورځ يې په افغانستان کې پنځه نور سرتېري وژل شوي، چې په دې سره له تېرې پنجشنبې راپدېخوا په دغه هېواد کې د وژل شويو برتانوي سرتېرو شمېر اتو ته رسېږي .
په نوموړي هېواد کې د ټولو وژل شوو برتانوي سرتېرو شمېر اوس ١٨٤ ته ورسېد . اوس په افغانستان کې د برتانيو سر تېرو د مړينې کچه تر هغه چې په عراق کې وه واوښته .
يوازې په تېرو ١٠ ورځو کې ١٣ برتانوي سرتېري وژل شوي دي .
د برتانيا د وسله وال ځواک مشر مارشال جک ستېراف هغو ته چې په افغانستان کې وژل شوي يا ټپي شوي دي د درناوي مراتب پرځاى کړي دي :
''په افغانستان کې زموږ سرتېرو ته په تېرو څوو ورځو کې خواشينوونکې مرگ ژبله رسېدلې، موږ د زړه له کومې د خپل هر يوه سرتېري د مړينې درد احساسوو. زموږ زړونه او خواخوږي د وژل شوو سرتېرو له کورنيو سره ده او د هغو سره چې ټپيان شوي او د د وي له دوستانو سره . په دغه حالت کې مو ږ به تر خپله وسه هڅه وکړو چې له دوی سره خپله غم شريکي وښيو .''
په داسې حال کې چې برتانوي ځواکونو د طالبانو پرضد نوي تهاجمي عمليات پيل کړي، د برتانيا لو مړي وزير گوردن براون خبردارى ورکړي چې سرتېري يې له يوه سخت دوبي سره مخامخ دي .
خو زياته کړې ده دوي د ياغيانو د ماتولو ټينگ هوډ کړى او د اگست په مياشت کې يې د برياليو ټاکنو ډاډ ورکړى .
د برتانيا لومړی وزير وايي که څه هم په افغانستان کې د برتانوي سرتېرو د مرګ ژوبلې کچه مخ پر ډېرېدا ده، خو له دغه هېواده يې د سرتېرو د ويستو پوښتنه نه پيدا کېږي او تر هغه به په افغانستان کې پاتې کېږي، چې نړيواله ټولنه د افغانستان ماموريت سرته ورسوي او هم د طالبانو له اړه ګواښ په بشپړه توګه له منځه ولاړ شي .
ګورډن براون دغه څرګندونې تېره ورځ ناوخته د اتو پرمختللو صنعتي هېوادونو د غونډې په وروستۍ ورځ خبريالانو ته کړې دي .
نوموړي ټينګار کړی، چې د افغانستان له سويل څخه د طالبانو د ويستلو ټينګه اراده لري، او د راتلونکې اګست مياشتې پر شلمه به منصفانه او ازادو ټاکنو لپاره لاره اواره کړي .
په تېرو دوو ورځو کې افغانستان کې اته برتانوي سرتېري وژل شوي دي، چې شپږ يې پرون او دوه نور يې وړمه ورځ وژل شوي دي .
دغه سرتېري د پړانګ پنجې په نامه عملياتو پرمهال وژل شوي دي .
په هلمند ولايت کې د روانو عملياتو موخه سيمه له طالبانو پاکول او کنټرول يې افغان حکومت ته سپارل دي .
د بي بي سي د دفاعي او امنيتي چارو خبريال وايي برتانوي سرتېرې د ويتنام له جگړې وروسته په افغانستان کې له تر ټولو يوې سختې جگړې سره مخ شوي دي .
پرون د لندن په ختيځ ٨٥ ميلي کې و ووټن بايس په ښارګوټي کې په زرګونه خلک، د ښوونځيو زده کوونکي، سوداګر او د پوځ پخواني مامورين د سړک پر دواړو غاړو ولاړ ول، او د وروستيو وژل شويو سرتېرو تابوتونو ته يې د درناوي مراتب پرځای کول .
له ٢٠٠١ کال څخه راپدېخوا په افغانستان کې ټول ١٨٤ برتانوي سرتېري وژل شوي دي .