09:49 گرينويچ 2009 ,11 جولاى
عزيزاحمد شفيع
له هلمنده
د هلمند ولايت دبېلابېلو ولسواليو او مرکز لښکر ګاه شاوخواسيمو څخه د جنګ جګړې له وېرې په سلګونو کورني مرکز لښکر ګاه ته راکوچېدلي چې ځينې يې د مختار په نوم پنډغالي کې مېشت او ځينې د ښار په ګوټ ګوټ کي د خپلو خپلوانو کره شپې او ورځې تېروي .
د راکوچېدلو کورنيو مشران نن دکډوالو چارو د رياست مخې ته راغونډ شوي وو او غوښتنليکونه يې په لاس ولاړ ول .
راغونډو شوو بې ځايه شويو بي بي سي ته وويل چې په راغلو کورنيو کې داسې کورنۍ هم شته چې په يوه سرای کې تر پنځه زيات کورنۍ ژوند کوي چې دا مهال يې ژوند ډېر ستونزمن ښکاري .
له دغو کډوالو يو تن خدای داد، چې د جګړې له وېرې يې په باباجي سيمه کې خپل ډک کور پرې اېښی، يوازې خپل سرونه يې د مرکز لښکرګاه خوندي ځای ته رسولي دي، وايي چې له دوی سره هېڅ ډول مرسته نه ده شوې .
که څه هم په هلمند کې د کډوالو چارو رياست شته، خو چارواکي يې وايي چې تر اوسه د دوی له خوا کډوالو ته هېڅ مرسته نه ده وېشل شوې .
د هلمند د کډوالو چارو ريس غلام فاروق نورزی وايي چې دا مهال د ولسواليو او لښکرګاه له شاوخوا سيمو څخه د بې ځايه شويو کډوالو شمېر تر دوو زرو کورنيو پورې رسېدلی دی .
په هلمند کې له تېرې يوې اوونۍ راپدېخوا د طالبانو د ځپلو په موخه د افغان او بهرنيو ځواکونو ګډ عمليات دوام لري .
داسې ښکاري چې دغه جګړه به ورځ په ورځ سخته شي .
له تېرې پنجشنبې راهيسې په دغه ولايت کې د برتانيا اته پوځيان وژل شوي دي .