BBCPashto.com

14:18 گرينويچ 2009 ,06 جولاى

کندهار کې ځانمرګی بريد شوی

د سويلي ولايت کندهار په مرکز کې د ايتلافي ځواکونو اډې ته څېرمه يوه ځانمرګي بريد دوه ولسي وګړي ووژل او يو شمېر نور ټپيان شول .

خو په سيمه کې يو افغان چارواکي ويلي چې په چاودنه کې وژل بهرني پوځيان هم وژل شوي دي .

بريد نن سهار د کندهار هوايي ډګر د دروازې مخې ته وشو .

ځايي چارواکو په بريد کې د ملي اردو د څلورو او پنځو ولسي وګړو د ټپي کېدو خبر هم ورکړی دی .

د چاودنې پړه وسله والو طالبانو پرغاړه اخيستې ده او ادعا يې کړې، چې په بريد کې شپاړس کونري او بهرني پوځيان وژل شوي دي .

د طالبانو يوه تن وياند قاري يوسف احمدي ويلي چې بريد د ابوالحسن په نامه د دوی د يوه ملګري له خوا د سرف موټر په وسيله شوی دی .