BBCPashto.com

10:50 گرينويچ 2009 ,03 جولاى

الياس وحدت
له خوسته

چاودنو په خوست کې ٦ تنه ووژل

چارواکي وايي چې د خوست او ګردېز ترمنځ پر غځېدلي سړك د درېيو چاودنوپه پايله کې د يوه بهرني انجنير په ګډون ٥ سړك ساتونكي وژل شوي دي .

دغه راز د بهرنيو ځواكونو د اكمالاتي كاروانونو اوه ساتونكي يې ټپيان کړي دي .

دخوست سيمه ييز چارواکي وايي چې دسړک دغاړې دغه چاودنې ددې ولايت په دوه مندې ولسوالۍ کې شوې دي .

ددوی په ويناپه لومړيو دوو چاودنو کې دبهرنيو ځواکونو داکمالاتي کاروان او ه امنيتي ساتونکي ټپيان شوي دي .

خوپه درېيمه هغې کې دسړک جوړونې ديوه شرکت يو اوکرايني انجنير او د شرکت پنځه افغان ساتونکي وژل شوي دي .

وسله والو طالبانو د چاودنو مسووليت منلى او د زيات زيان اړولو ادعا يې كړې ده .

بله خوا په شمالي ولايت مزارشريف کې ځانمرګی بريد شوی خو يواځې بريد کوونکی پکې وژلی شوی دی .

چارواکي وايي چې دبريد موخه دناټو ځواکونو يو کاروان و خو چاته پکې زيان نه دی اوښتی .