05:24 گرينويچ 2009 ,03 جولاى
محمدحامد حليمي
له کابله
د لوړ زدکړو وزارت وايي د دغه وزارت له موسسو په زرګونو فارغ شوو کسانو ته يې دډيپلومونو د وېش لړۍ پيل کړې ده .
ددغه وزارت دچارواکو په وينا له دېرش کلن ځنډ وروسته په سلګونو فارغ شوي، محصلين د ډيپلومونو د ترلاسه کولو په موخه ورمات شوي دي.
د لوړو زدکړو وزارت وياند عبدالعظيم نوربخش د ډيپلومونو دوېش په اړه وويل چې تر دې مهال يې زرګونو فارغانو ته ډيپلومونه وېشلي دي .
(( له 1387 کاله راهيسې تر اوسه پورې تر 5000 ډېر ډيپلومونه تراوسه وېشل شوي دي. ))
ښاغلي نور بخش زياته کړه سره له دې چې دغه وزارت د ډيپلومونو د وېشلو چارې چټکې کړې، خو په وينا يې اوس هم په زرګونو نور داسې کسان شته چې په تېرو کلونو کې د لوړو زدکړو له موسسو فارغ شوي او تراوسه يې ډيپلومونه نه دي ترلاسه کړي.
د نوموړي په وينا د لوړو زدکړو وزارت لخوا وېشل شوي ډيپلومونه په ملي او نړيواله کچه لوړ اعتبار لري او د ويشلو لړۍ به يې په راتلونکې کې هم دوام ولري .
((اصلي او بنسټيزه موضوع چې د لوړو زدکړو وزارت پر هغې ډېر ټينګار درلود، د دغو ډيپلومونو اصلي پېژندل او د ډيپلومونو د لوړ کيفيت په پام کې لرل و.
موږ تېر کال په دې وتوانېدو چې له دېرش کلن ځنډ وروسته يو ځل بيا د ډيپلومونو وېشل پيل کړو.
نن هغه شمېر محصلين چې د ماستر او ډاکتر په کچه لوړو زدکړو ته ځي، چې د لوړو زدکړو وزارت دغه ډيپلوم ورسره وي په ملي او نړيواله کچه د اعتبار وړ دي.))
د چارواکو په وينا په دغو ډيپلومونو کې د افغانستان پر رسمي ژبو سربېره په انګريزي ژبه هم اړوند معلومات ليکل شوي دي.
اوسمهال په افغانستان له 15 ډېرې د لوړو زدکړو حکومتي موسسې شته چې د چارواکو په وينا فارغانو ته يې د دغه وزارت له خوا ډيپلوم ورکول کېږي .
تر دې وړاندې هغو کسانو ته چې د لوړو زدکړو وزارت له تحصيلي موسسو فارغېدل، د دغه وزارت لخوا د بريليک يا سرټيفيکيت په نوم سند ورکول کېده.