04:55 گرينويچ 2009 ,03 جولاى
قاسم خان مندوخېل
له لندنه
د ناټو نوي پوځي قومندان ويلي چې په افغانستان کې وضعه اوس هم ترينگلې ده خو دى وايي چې طالبان او نور اورپکي به ماتوي.
د بېلجيم جنوب کې د ناټو په پوځي مرکز کې د لوړې اوچتولو پر وخت د امريکا د سمندري ځواک مشر اېډميرل جېمز ستاويريډز وويل چې اته
کاله مخکې که څه هم طالبان دامريکا دپوځي يرغل په پايله کې مات شول خو بيا يې هم يو شمېر پرمختګونه کړي دي .
خو نوموړي ډاډڅرګند کړ چې جګړه ګټونکې ده .
دى وايي په افغانستان کې به ولسي پوځي تگلاره پر مخ وړي.
دنوموړي په وينا حالت ننگونکی دی خو له نهيلۍ څخه بېخي لرې دی.
ښاغلی ستاويريډز زياتوي چې د وسلوالو اورپکو پر وړاندې تگلاره به يې اغېزمنه وخېژي.
ولسمشر بارک اوباما په افغانستان کې د خپلې نوې کړنلارې د اعلان وروسته چې په دې هېواد کې دځمکنيو امريکايي سرتېرو شمېر ډېر کړي او افغان امنيتي ځواکونو سره په روزنه کې مرسته وشي، نو سټاوريډيز او په افغانستان کې خپل نوى پوځي قومندان جنرال سټېنلي مکريستل يې پر دندو وگمارل .
جنرال مکريسټل وايي د يوې ځانگړې تگلارې په کارولو سره نيت لري چې له ځايي افغان ولس څخه سخته دريځه طالبان جلا کړي او ښه استخباراتي معلومات راټول کړي.
ستاوريديز پر داسې مهال د ناټو قومندان جوړېږي چې د ١٨ هېوادونو دا ټلواله په يو شمېر هېوادونو لکه افغانستان ،کوسو او د سوماليې پر ساحلي کرښه له سمندري غلو سره په عملياتو بوخته ده.
له دوديزه پلوه امريکايي چارواکي د ټلوالې د پوځي ځواکونو قومانده د مونز نومي ښار له مرکزونو څخه کوي خو اروپايي ملکي مشران خپل سياسي مرکزي دفتر په برسلز کې چلوي.
ناټو دا گړۍ په افغانستان کې ٦١ زره سرتېري لري او ويل کېږي چې د طالبانو شمېر ١٥ زره تنو ته رسېږي.
د ناټو په دغه ځواکونو کې يې نژدې ٢٩ زره امريکايان دي، او ١٢ زره امريکايي سرتېري بيا په جلا قومانده کې دي.
ولسمشر بارک اوباما ٢١ زره نور سرتېري د افغانستان سوېل ته استوي چې د طالبانو ولې په کې ټينگې دي.
د نوې سترايژۍ له مخې به ناټو د افغان امنيتي ځواکونو په روزلو کې مرسته کوي چې شمېر به يې څلور سوه زره تنو ته ورسېږي چې له اوسني هغه به يې شمېر دوه چنده ډېر شي .
له بلې خوا د امريکا مرستيال ولسمشر جو بايډن چې په پام کې ده عراق ته سفر وکړي ويلي چې پوځي هڅې په افغانستان کې د ټيکاو راوستو په نيت ترسره کېږي چې په دې توګه هلته سياسي او اقتصادي پرمختگ رامنځ ته کړي.