BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 07:48 گرينويچ 2009 ,19 جولاى
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
کانديدان دې همدانن خپلې شتمنۍ ثبت کړي
 
د ټاکنو خپلواک کميسيون نښان
د ټاکنو کميسيون وايي که چېرې د ولسمشرۍ نوماندان همدا نن خپلۍ شتمنۍ ثبت نه کړي، رسنيو او د شکايتونو د اورېدو کميسيون ته به يې وروپېژني.
د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کميسيون د ولسمشرۍ پر هغو نوماندانو چې تر اوسه يې د خپلو مالي لګښتونو په اړه دغه کميسيون ته رپوټ نه دی ورکړي، غږ کړی چې د نن ورځې تر پايه خپل مالي رپوټونه دوي ته وسپاري که نه نو په وينا يې د رسنيو له لارې به يې نومونه خپاره شي او د شکايتونو د اورېدو کميسيون ته به ور وپېژندل شي .

د دغه کميسيون د چارواکي وايي دا چې يو شمېر نوماندان د خپلو مالي لګښتونو په اړه کميسيون ته رپوټ نه دی ورکړی، کېدای شي لامل يې دا وي چې په وينا يې ځينو دغو نوماندانو له نا قانونه پيسو په خپل کمپاين کې ګټه اخيستې وي .

زموږ همکار حامد حليمي په کابل کې د ټاکنو د خپلواک کميسيون د دارالانشاء له مرستيال زکريا بارکزي سره مرکه کړې او په سر کې يې ترې پوښتلي چې تر اوسه د ولسمشرۍ څو تنو نوماندانو دغه کميسيون ته خپل مالي رپوټونه سپارلي دي؟

له بهرنۍ سرچينې ګټه اخيستل

((د انتخاباتي مبارزاتو د سرغړونو د مخنيوي لپاره د ټاکنو د قانون په 52 ماده کې راغلي چې د انتخاباتو په دوران کې بايد له غيرقانوني او بهرنيو سرچينو نه په انتخاباتي مبارزو کې ګټه وانخيستل شي .چې له دې امله په هرو پنځلسو ورځو کې د ولسمشرۍ ټول کانديدان بايد د خپلو ټولو لګښتونو راپور د ټاکنو خپلواک کميسيون ته ورکړي . ))

ښاغلی بارکزی وايي چې 15 ورځې يې دا پروسه پيل کړې وه، چې د ولسمشرۍ 16 کانديدانو پر خپل وخت خپل رپوټونه ياد شوي کميسيون ته ورواستول .

د ټاکنو د خپلواک کميسيون د دارالانشاء مرستيال وايي چې دا دويم ځل دی، چې د ولسمشرۍ له نوماندانو يې د خپلو شتمنيو او ټاکنيز کمپاين د رپوټ په اړه غوښتنه کړې ده، دی وايي که چېرې پاتې نوماندان د کميسيون دغه خبرداري ته پام ونه کړي، ښايي چې رسنيو او د شکايتونو د اورېدو کميسيوت ته به د دوی نومونه په ډاګه کړي .

ښاغلي بارزکزي وويل ښايي دوی ته د راپور نه ورکولو يو لامل به دا وي چې ځينې کانديدان به په خپل کمپاين کې له ناقانونه او بهرنۍ سرچينې ګټه اخلي .

 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت