|
د نيول شوي امريکايي پوځي وېديو خپره شوه
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
طالبانو تېره ورځ د هغه امريکايي سرتېري وېديويي پټه پر انټرنېټ خپره کړې، چې د تېر جون مياشتې پر ٢٠ په افغانستان کې طالبانو
وتښتاوه .
د امريکا دفاع وزارت هم منلې چې د نيول شوي پوځي ٢٨ دقيقه يي وېډيو يې خپره شوې ده . په ويديو کې نيول شوي امريکايي پوځي ويلي چې د جولای ١٤ مه ده او دی هغه مهال ونيول شو، چې په ګزمې وتلی و، خو خپلو نورو ملګرو شاته پاتې شو او د دوی له سترګو الونيه شو .
د امريکا پوځ وايي چې نيول شوی امريکايی پوځي د تېر جون په وروستيو کې تری تم شو . له نړيوال قانونه سرغړاوی د امريکا د پوځ يوه تن وياند جان سټاک ويلي چې : ((موږ وينو چې په ويديويي پټه کې د دغه امريکايي پوځي ښودل له نړيوال قانون څخه په ښکاره سرغړاوی دی .)) دی وايي چې موږ به تر خپله وسه هڅه وکړو، چې نيول شوی پوځي روغ رمټ راخوشی کړای شو .
په خپره شوې ويديو دغه امريکايی پوځي داسې ښوول شوی، چې سر يې خرېيل شوی او وايي چې دی په ناوړه حالت کې دی او د امريکايي پوځيانو مورال ټيټ شوی دی . تېره اوونۍ د امريکا پوځ داسې پاڼې هم خپرې کړې، که چا ته د نيول شوي پوځي په اړه معلومات وي، امريکايي پوځ دې پرې خبر کړي داسې ښکاري چې دا له ٢٠٠٢ کال راهيسې لومړی امريکايي پوځي دی، چې په افغانستان کې ژوندی د طالبانو لاس ته ورځي .
د طالبانو غوښتنې
د افغان حکومت د يوه پياوړي مخالف قوماندان حقاني له خولې ويل شوي، چې د روانې مياشتې په سر کې يې جنګياليو په پکتيکا ولايت کې يو امريکايی پوځي نيولی دی . د حقاني د يوه مرستيال له خولې بيا ويل شوي، تر هغه به دغه امريکايی پوځي خوشی نه کړي، چې له امريکايانو سره بندي طالبان خوشي شوي نه وي . |
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||