BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 11:16 گرينويچ 2009 ,19 جولاى
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
د خوست سېلابونو ګڼې سيمې وځپلې
 

 
 
په خوست کې سېلاب ځپلې سيمه
د كليوپراختيا رياست وياند امرالله هلال وويل چې دې سيلابونو هغه برېښنا كوټ هم ناكاره كړې ده چې د سيمې دوه سوه پنځوس كورنيو ته يې څلرويشت ساعته برېښنا وركوله .
د خوست ولايت په مركز او ولسواليو كې د سختو بارانونو له امله سيلابونه راوتلي او زيانونه يې اړولي دي .

په خوست كې د بيړنيو حالاتو كميټه وايي چې سيلابونو په ښار او كليوالي سيمو كې سړكونو، كورونو ،سربندونو ، ويالو ... ته دروند زيان اړولى او پر سلګونه جريبه ځمكه كرلي كروندې يې له منځه وړي دي .

د نوموړې كميټې مشر اېنجېنر عمر ارين وويل چې دې سيلاب تر ډېره ځايه د ولايت مركز ته نږدې سيمې ډېرې ځپلي دي .

ده وويل چې د متون او شمل خوړونو پرغاړه يې يوويشت كورونه ويجاړكړي دي ، تر لسو يې سربندونه يې نړولي دي او په موسې خېلو ولسوالۍ كې يې لسګونه څاروي وژلي دي .

د كليوپراختيا رياست وياند امرالله هلال وويل چې دې سيلابونو هغه برېښنا كوټ هم ناكاره كړې ده چې د سيمې دوه سوه پنځوس كورنيو ته يې څلرويشت ساعته برېښنا وركوله .

دغه برېښناكوټ د ملي پيوستون پروګرام په چوكاټ كې د افغان حكومت له خوا جوړ شوى و.

ښاغلي ارين وويل چې په بيلا بيلو سيمو كې يې يو شمير موټرونه هم زيانمن كړي دي .

د سر زيان په اړه ارين وويل چې تر اوسه دوى د شبږو كسانو د ټپي خبر ترلاسه كړى خو داشمېره لوړيداى هم شي.

ارين وويل چې د خوست ځايي اداره دمګړۍ دومره دومره امكانات نه لري چې له سيلاب ځپلو سره پوره مرستې وكړاى شي .

ده پر كابل او نورو مرستندويه ادارو غږ وكړ چې له سيلا ب ځپلو سره پوره او بيړنۍ مرستې وكړي .

خو د حيرانۍ خبره داده چې د همدې سيلابونو د راوتو پرمهال د خوست مركز اړوند د مهديخېلو په سيمه كې بيا د سيلابي او باراني پر سر د دوو كورنيو ترمنځ وسله واله شخړه شوې او په ترڅ كې يې د يوې كورنۍ د پلار او دوو زامنو په ګډون څلور كسان وژل شوي دي .

 
 
ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت