BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 10:15 گرينويچ 2009 ,19 جولاى
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
جان هټن: برتانوي ځواکونه نور تجهيزات غواړي
 
د برتانيا مخکېنی دفاع وزير جان هټن
ښايي د جان هټن دغه څرګندونې به د برتانيا پر لومړي وزير ګورډن براون لانور دباو راوړي چې د پوځي مشرانو هغې غوښتنې ومني، چې وايي افغانستان کې دې برتانوي پوځيانو ته نور پوځي تجهيزات ولېږل شي .
د برتانيا مخکېني دفاع وزير جان هټن ويلي چې ځواکونه يې په افغانستان کې لانورو پوځي سرچينو ته اړتيا لري .

جان هټن چې تېره مياشت يې له خپلې څوکۍ استعفا وکړه، ويلي چې د برتانيا حکومت بايد افغانستان کې د خپلو سرتېرو فعاليت وارزوي .

د بي بي سي خبريال وايي نوموړي دغه څرګندونې داسې مهال کړې، چې لاهم په افغانستان کې د برتانوي پوځيانو د فعاليت او شتون پر سر د پوځي قوماندانانو او برتانوي وزيرانو ترمنځ اختلاف شته .

ښايي د جان هټن دغه څرګندونې به د برتانيا پر لومړي وزير ګورډن براون لانور دباو راوړي چې د پوځي مشرانو هغې غوښتنې ومني، چې وايي افغانستان کې دې برتانوي پوځيانو ته نور پوځي تجهيزات ولېږل شي .

وړاندې د برتانيا لومړي وزير ګورډن براون ويلي وو چې هېواد يې په افغانستان کې د روانې جګړې لپاره کافي سرتېري لري او نه غواړي چې دغه هېواد ته نور برتانوي سرتېري او يا هم پوځي تجهيزات ولېږي .

جان هټن په هلمند کې له والي محمد ګلاب منګل او مېشتو برتانوي سرتېرو سره .
جان هټن په هلمند کې له والي محمد ګلاب منګل او مېشتو برتانوي سرتېرو سره .

نوموړي ويلي دا هم ويلي وو چې سرتېري يې کولی شي چې په سوېلي ولايت هلمند کې وسله وال طالبان پسې واخلي .

ګورډن براون دغه څرګندونې برتانوي پارلمان ته تر هغه وروسته کړې وې، چې په هلمند کې په يوه ورځ له طالبانو سره په جګړې کې اته برتانوي پوځيان ووژل شول .

دغه ورځ په برتانيا کې د تورې ورځې په نامه ياده شوه .

موږ نيمګړتيا نه لرو

نوموړي ويلي وو چې : ((موږ په افغانستان کې د طالبانو د ځپلو لپاره کافي عسکر او پوځي تجهيزات لرو، هلته زموږ هېڅ پوځي نيمګړتيا نه احساسېږي .))

ده دا هم زياته کړې وه چې پوځيان يې په افغانستان کې يو سخت دوبی په مخ کې لري، خو که له هلمنده طالبان په وتلو مجبوړ کړای شو، موږ به په خپلو عملياتو کې بريالي يو .

 
 
ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت