BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 12:09 گرينويچ 2009 ,19 جولاى
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
کندهار: د څرخکې رالوېدو ١٦ تنه ووژل
 

 
 
ايم اي ٨  ډوله څرخۍ
د راپورونو له مخې دغه ملکي چورلکه د يکشنبې په غرمه د کندهار په هوايي ډ‌ګر کې راپرېوتې ده .
د افغانستان په کندهار ولايت کې د ايساف ځواکونو يوه چورلکه رالوېدلې، چې له امله يې ١٦سپرلۍ وژل شوي دي او پنځه نور ټپيان دي، چې ايساف يې حالت مرګونی ښيي .

ايساف بي بي سي ته په يوه رالېږل شوې ويناپاڼه کې د څرخکې په رالوېدو کې د دښمن لاس نه ردوي، او وايي چې د څرخکې د رالوېدو ځای ته يې د پلټنې او مرستنې ډلې ور استولې دي.

دغه ملکي چورلکه نن له غرمه مهال د کندهار په هوايي ډ‌ګر کې راپرېوتې ده .

په کابل کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر ويلي چې دغه ناپوځي چورلکه نن د کښېناستو پرمهال رالوېدلې ده .

ايساف زياتوي چې دغه ايم اي ٨ ډوله چورلکه ناټو ځواکونو په کرايه اخيستې وه .

تر دې دمه د وژل شويو او ټپيانو د هويټ په اړه هم څه نه دي ويل شوي .

طالبانو ويلي چې دغه څرخکه دوی ويشتلې ده .

د دغې ډلې يوه تن وياند قاري يوسف احمدي ويلي چې د دوی د ملګرو له خوا په دغه ويشتل شوې څرخکه کې ٢٥ تنه وژل شوي دي .

دغه چورلکه داسې مهال لوېدلې ده، چې نن په ختيځ کونړ ولايت کې هم د ايساف يوه چورلکه بېړنۍ ناستې ته اړ شوې ده .

ايساف ځواکونو ويلي چې په دغه پېښه کې ناست کسان ټپيان شوي، خو اوس تر درملنې لاندې دي او دوی پلټنه کوي چې دغې چورلکې ولې بېړنۍ ناسته کړې ده .

تېره ورځ هم په جنوب ختيځ غزني ولايت کې د امريکايي ځواکونو يوه جيټ الوتکه رالوېدلې وه، چې له امله يې دوه پيلوټان وژل شوي وو .

همدارنګه، تېره اوونۍ بيا د افغانستان د سوېلي هلمند ولايت په سنګين ولسوالۍ د ناټو يوه کرايي الوتکه د طالبانو له خوا راغورځول شوې وه، چې په کې شپږ اوکرايني کارکوونکي او درې ناټو سرتېري وژل شوي وو .

 
 
ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت