BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 10:16 گرينويچ 2009 ,18 جولاى
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
بېلابېلو چاودنو ٦ افغان سرتېري ووژل
 
د افغانستان د  ملي اردو سرتېري
دوه ورځې وړاندې هم په زابل کې پر افغان سرتېرو بريد شوی و.
افغان چارواکي وايي چې د زابل په شاجوی ولسوالۍ کې موټر بم چاودنې د ملي اردو درې سرتېري وژلي درې نور يې ټپيان کړي دي .

چاودنه نن سهار شاوخوا لس بجې شوې ده .

د افغانستان دفاع وزارت بي بي سي ته په يوه رالېږلې ويناپاڼه کې ويلي چاودنه د زابل ولايت د شاجوی ولسوالۍ په شاه حسين خېلو سيمه کې شوې ده .

د خبرپاڼې په وينا، د چاودېدونکو توکو ډک سرف ګاډی د ملي اردو سرتېرو له رنجر ګاډي سره جنګول شوی دی .

خو د دفاع وزارت له لوري په خپره شوې يوه وينا پاڼه کې دا يو ځانمرګی بريد بلل شوی چې د ملي اردو ګاډی يې په نښه کړی و .

بله خوا په لوېديز ولايت بادغيس کې چارواکي وايي چې په بالامرغاب ولسوالۍ کې دوه سرحدي پوليس هغه مهال ووژل شول چې موټر يې د سړک غاړې په يوه ماين وخوت.

دغه راز په چاودنه کې د پوليسو يوبل افسر ټپي شوی او ګاډی يې له منځه تللی دی .

د پکتيا ولايت په ګرده څېړۍ ولسوالي کې د سړک غاړې ماين په چاودنه کې د ملي اردو يو سرتېر وژل شوی او درې نورټپيان شوي دي .

خو طالبان وايي چې په دغې چادونه کې 6 سرتېري وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي .

 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت