BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 06:39 گرينويچ 2009 ,18 جولاى
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
په تهران کې بيا لاريونونه شوي
 
تهران کې لاريون کوونکي له پوليسو سره په اخ و ډب کې
د تهران په پوهنتون کې د جمعې خطبې ته د موسوي زرګونه پلويان ورغلي ول .
له انټرنټه تر لاسه شوي تصويرونه او ويډيوگانې ښيي چې تېره ورځ په ايران کې د جمعې له لمانځه وروسته زرگونو کسانو د حکومت پرضد شعارونو ورکړل او لاريون يې وکړ.

پوليسو د لاريون کوونکو د تيتولو لپاره له اوښکې بهوونکو گازو استفاده کړې او داسې رپوټونه هم شته چې يو شمېر کسان يې نيولي هم دي .

په نيول شويو کسانو کې د ښځو د حقونو پېژندل شوې فعاله شادي صدر هم شامله ده .

د ايران حکومتي رسنيو ددغو لاريونونو په اړه رپوټ ورنکړ، خو د دغه هيواد د پخواني ولسمشر اکبر هاشمي رفسنجاني خبرې چې په کې حکومتي چارواکي ننگول شوي، د راډيو لخوا خپرې شوې .

رفسنجاني د جمعې د لمانځه په خطبه کې ويلي چې ايراني چارواکي بايد په تېرو لاريونونو کې نيول شوي احتجاج کوونکي خوشي کړي .

نوموړي ويلي : ((لاهم زياتره ايرانيان د ټاکنو هغه پايلې نه مني، چې ولسمشر محمود احمدي نژاد په کې د دويم ځل لپاره د ايران ولسمشر وټاکل شو . او مخالف سيال ميرحسين موسوي يې پرضد لاريونونه وکړل .))

د تهران په پوهنتون کې د جمعې خطبې ته د موسوي زرګونه پلويان ورغلي ول .

موسوي د تېرې پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د راتلونکې جمعې د خطبې پرمهال به په لومړي ځل له لاريونونو وروسته يو ځل بيا پر ايراني ولس د ټاکنو د پايلو نه منلو غږ وکړي .

عيني شاهدانو ويلي چې پوليسو د تهران پوهنتون ته ځينې تلونکې لارې بندې کړې او د موسوي پلويانو د پوهنتون په ختيځه برخه کې لاريون کاوه ا و د (يا ميرحسين موسوي ) او (سياسي بنديان خوشي کړئ) شعارونه يې ورکول .

خو ايراني چارواکو د استخباراتو د وزير په ژبه خبرداری ورکړی، چې : ((د جمعې له لمانځه نه د ناوړه ګټې اخيستو نه ډډه وکړي .))

 
 
ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت