BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 13:48 گرينويچ 2009 ,18 جولاى
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
اتمر: ترهګري ګډ دښمن دی
 
رحمن ملک او حنيف اتمر
ښاغليو اتمر او ملک په کابل کې يوې ګډې خبري ناستې ته وينا وکړ .
د پاکستان د کورنيو چارو وزير رحمان ملک له کابله د ليدنې پرمهال يو ځل بيا په دواړو هېادونو پاکستان او افغانستان کې د ترهگرۍ پرضد پر گډې مبارزې ټينگار کړى دى.

ښاغلي ملک له خپل افغان سيال سره د يوې خبري غونډې په ترڅ کې وويل د ترهگرۍ پرضد د گډې مبارزې ستراتيژي جوړه شوې او ډير ژر به د دواړو هيوادونو ترمنځ لاسليک شي.

د دغې ستراتيژۍ له مخې به د پولې دواړو غاړو ته د افغان او پاکستاني ځواکونو له لوري امنيتي پوستې جوړيږي، د دواړو هيوادونو د پوليسو ترمنځ به همغږي رامنځته کيږي او د ترهگرۍ اصلي سرچينې به لټول کيږي .

د افغانستان د کورنيو چارو وزير حنيف اتمر وايي له دې وروسته به دواړه هيوادونه يو بل ته د هغو کسانو په راکړهه ورکړه کې ژمن پاتې شي چې د دوى په وينا ترهگر دي.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير رحمن ملک له غرمی وروسته کابل ته راغی.

پلازمينې کابل ته د پاکستان د کورنيو چارو د وزير رحمان ملک د سفر لويه موخه د ترهگرۍ او نشه يې توکو پرضد گډه مبارزه او په افغانستان کې د راروانو ټاکنو پرمهال د امنيت ټينگښت په اړه خبرې اترې ښوول شوي دي.

 د دوه اړخيزو خبرو اترو په ترڅ کې موږ دې نتيجې ته ورسيدو چې د ترهگرۍ پرضد بايد يوه گډه ستراتيژي جوړه شي . موږ د يوه عملي پروگرام په اړه فکر کړى چې ډير ژر به د دواړو حکومتونو له لوري لاسليک شي. موږ د پولو د کنترول لپاره لازم تدابير نيولي دي.
 
رحمن ملک

د افغانستان د کورنيو چارو وزير حنيف اتمر له خپل پاکستاني سيال سره د يوې گډې خبري غونډې په ترڅ کې وويل په دواړو هيوادونو کې د امنيت د ټينگښت او د ترهگرۍ د ځپلو په موخه خبرې شوې چې په راتلونکي کې به يې له مخې عملي گامونه پورته شي.

ښاغلي اتمر د کابل او اسلام آباد ترمنځ هغې نوې ستراتيژۍ ته اشاره وکړه چې له مخې به يې د پولې دواړو غاړو ته امنيتي پوستې جوړيږي او د ترهگرۍ اصلي پټن ځايونه به له منځه وړل کيږي.

د ښاغلي اتمر په وينا له دې وروسته به افغان او پاکستاني پوليس هغه کسان يو بل ته وسپاري چې د ده په وينا په ترهگرۍ او يا ورته نورو جرمونو تورن وپيژندل شي :

(( ما له ښاغلي ملک وغوښتل که کوم ترهگر او يا جنايت کار له پاکستانه راځي او په افغانستان کې پناهنده کيږي موږ ته معلومات راکړي چې هغه ترهگر ونيسو د دوى په خپل هيواد کې د قانون منگلو ته وسپارو. او که چيرې له داسې ترهگر دي چې له افغانستانه پاکستان ته تللي او هلته يې پناه اخيستې ده موږ له ښاغلي ملک نه وغوښتل چې موږ يې لست درکوو هغه بايد په افغانستان کې د قانون منگلونو ته وسپاري. ))

ښاغلي اتمر ترهگري د دواړو هيوادونو لپاره دښمن وباله چې په وينا يې گډې مبارزې ته اړتيا لري.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير رحمن ملک د ترهگرۍ د خپلو لپاره د يوې گډې ستراتيژۍ د جوړولو خبر ورکړ چې له مخې به يې د ده په وينا د پولې دواړو غاړو ته د ترهگرۍ پرضد جدي مبارزه کيږي :

(( د دوه اړخيزو خبرو اترو په ترڅ کې موږ دې نتيجې ته ورسيدو چې د ترهگرۍ پرضد بايد يوه گډه ستراتيژي جوړه شي . موږ د يوه عملي پروگرام په اړه فکر کړى چې ډير ژر به د دواړو حکومتونو له لوري لاسليک شي. موږ د پولو د کنترول لپاره لازم تدابير نيولي دي. ))

ښاغلي ملک همدارنگه له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې د ترهگرۍ پرضد د جگړې لپاره دې له دواړو هيوادونو سره مرستې وکړي.

ښاغلي ملک وويل چې د پاکستان د ولسمشر آصف علي زرداري هغه پيغام افغان ولسمشر ته رسولى چې پکې د پولې دواړو غاړو ته د ترهگرۍ پرضد د گډې مبارزې غوښتنه شوې وه.

پاکستاني چارواکي په داسې مهال د ترهگرۍ پرضد پر گډې مبارزې ټينگار کوي چې په افغانستان کې ځينې سياسي کارپوهان بيا د پاکستاني چارواکي دغه څرگندونې تشې ژمنې گڼي. د دوى په وينا اسلام آباد وړاندې له دې هم څو ځلې د ترهگرۍ پرضد د مبارزې ټټر وهلى خو په عملي کولو کې يې پاتې راغلى دى.

 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت