BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 12:44 گرينويچ 2009 ,18 جولاى
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
امريکا افغانستان کې خپلې پروژې ارزوي
 
د افغانستان د بيارغونې په چاروکې د امريکا ستر پلټونکی جنرال ارنولډ فيلډز
ارنولډ فيلډز د افغانستان لپاره يوازېنی امريکايي پلټونکی نه دی، بلکې د امريکا د بهرنيو چارو او دفاع وزارتونو پلټونکي هم په افغانستان کې ګمارل شوي دي
افغان ولسمشر حامدکرزي د افغانستان د بيارغونې په چاروکې د امريکا د متحده ايالتونو له ستر پلټونکي جنرال ارنولډ فيلډز سره په کتنه کې له اداري فساد سره د خپل حکومت پر مبارزه ټينګار کړی دی .

دغه راز ښاغلي کرزي ويلي چې حکومت به يې له ښاغلي فيلډز او د هغه له ملګري پلاوي سره مرسته وکړي چې په افغانستان کې د امريکا د لګول شويو مرستو د څرنګوالي په اړه پلټنې وکړي .

د ولسمشر کرزي د دفتر له لوري په خپره شوې وينا پاڼه کې ويل شوي دي افغانستان ته د جنرال فيلډز د سفر موخه د هغو پروژو ارزول دي چې دا مهال د امريکا په مالي مرسته پلې کېږي .

د امريکا د سمندريز ځواک متقاعد سترجنرال فيلډ‌ز تر دې مهال باميان، بدخشان، غور او هرات ولايتونو ته تللی دی او هلته يې د خپل هېواد په مالي مرسته پلې کېدونکې پروژې کتلې دي .

امريکا وايي چې له ٢٠٠١ کال راپدېخوا يې د افغانستان د بيارغونې له بهير سره نژدې ٣٣ ميليارد ډالره مرسته کړې ده .

په افغانستان کې له څو کلونو راهيسې جګړه روانه ده او دغه هېواد له سترو ګواښونو سره مخامخ دی .

د دغه هېواد زياتره کليوالۍ او ليرې سيمې بيارغاونې ته اړتيا لري .

که څه هم دغه هېواد ډېرې پټې زېرمې لري، خو لاهم د بهرنيو هېوادونو او نړيوالۍ ټولنې له مرستو پرته د بيارغونې کارونه چندان مخکې په کې نه ځي .

ارنولډ فيلډز په تېرو څو مياشتو کې دوه ځلې افغانستان ته سفر کړی، چې په هر ځل يې له افغان ولسمشر حامد کرزي سره ليدلي دي .

د"نړيوال شفافيت" په نامه يوې ناحکومتي ادارې، چې مرکز يې په برلين کې دی، افغانستان د نړۍ له هغو ١٨٠ هېوادونو څخه يو بللی، چې تېرکال په کې د اداري فساد کچه لوړه شوې وه .

د دغې ادارې په يوه رپوټ کې راغلي وو، چې ترافغانستان بيا وروسته په هايتي، عراق، ميانمار او سوماليا کې ډېر اداري فساد دی .

ارنولډ فيلډز د افغانستان لپاره يوازېنی امريکايي پلټونکی نه دی، بلکې د امريکا د بهرنيو چارو او دفاع وزارتونو پلټونکي هم په افغانستان کې ګمارل شوي دي .

 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت