|
په غزني کې د امريکا يوه جيټ الوتکه لوېدلې
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
امريکايي ځواکونو ويلي چې د افغانستان په ختيځ کې يې يوه جيټ الوتکه رالوېدلې ده .
خو د غزني ولايت چارواکو ويلي، چې د دغه ولايت په ناور ولسوالۍ کې د امريکايي ځواکونو يوه جېټ الوتکه لوېدلې ده. د ناور سرپرست ولسوال محمد قاسم بي بي سي ته وويل چې الوتکه په قره چه سيمه کې لوېدلې ده. هغه زياته کړه چې په الوتکه کې سپاره دوه تنه وژل شوي او الوتکې هم اور اخيستى . وړاندې تر دې امريکايي ځواکونو د يوې خبرپاڼې له لارې خبر ورکړى و چې يوه اف ١٥ ډوله جېټ الوتکه يې په افغانستان کې لوېدلې ده. دغو ځواکونو رد کړې چې گنې الوتکه دې د دښمن په ډزو لگېدلې وي. وسله والو طالبانو هم د الوتکې د رالوېدو په اړه ناخبري ښوولې ده . د خبرپاڼې په وينا، په الوتکه کې دوه پيلوټان وو، چې اوسمهال يې د مرګ ژوبلې په اړه څه نه شي ويلی . له ايف 15 اي جيټ الوتکو نه په ځمکنيو عملياتو کې کار اخيستل کېږي، چې امريکا په عراق کې هم ورته الوتکې درلودې . د پېښې په اړه پلټنې روانې دي . د روانې جولای مياشتې پر ١٤ مه هم د سوېلي ولايت هلمند په سنګين ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په ډزو د ناټو ځواکونو يوه ناپوځي کرايه شوې الوتکه راولوېده، چې ٦ کسان په کې ووژل شول . دغه ايم اي ٢٦ ډوله الوتکه د اوکراين د يوه خصوصي ' مولدوون هوايي شرکت' وه، چې ايساف په کرايه اخيستې وه . |
ورسره تړلي نور خبرونه
ايساف: د الوتکې رالوېدو ٦ تنه وژلي14 جولاى, 2009 | خبرونه
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||