BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 07:18 گرينويچ 2009 ,17 جولاى
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
پکتيا: 14 طالبان وژل شوي دي
 

 
 
ناټو ځواکونه
ناټو ځواکونه وايي چې دعملياتو په ترڅ کې يې د طالبانو دوسلو يوه زېرمه هم موندلې ده .
په سوېل ختيز ولايت خوست كې مېشت ناټوځواکونه ادعا کوي چې د پکتيا ولايت په وزې ځدراڼ ولسوالۍ کې يې لږ تر لږه څورلس طالب اورپکي وژلي دي .

د ناټو ځواکونو د رسنيو دفتر وايي چې دغه کسان يې دتېرې شپې په پوځي عملياتو کې وژلي دي .

سرچينه وايي چې ددغو عملياتو په ترڅ کې يې د وسلو يوه زېرمه هم موندلې ده .

د پكتيا ولايت د وزې ځدراڼ ولسوال عبدالولي ځدران وايي چې دغه هوايي او ځمكني عمليات تېره شپه د ځدرانو د ميتي په غرنۍ سيمه شوي دي.

ښاغلى ځدراڼ زياتوي چې په عملياتو کې مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې خو دقيق شمېر يې ځكه نه دى معلوم چې دوى د مړو په راغونډولو بوخت دي .

وسله والوطالبانو د پېښې په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي .

د ځدرانو دره د هېواد په كچه له ناامنه سيمو څخه ده او د افغان حكومت او بهرنيو ځواكونو د مشهور مخالف مشر مولوي جلال الدين حقاني په مشرۍ پكې وسله وال طالبان زيات فعال دي .

 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت