BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 05:41 گرينويچ 2009 ,17 جولاى
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
اندونيزيا: دوو بمي چاودنو 9 تنه ووژل
 

 
 
ماريوټ  هوټل
ماريوټ هوټل په 2003کال هم د موټر بم ديوې چاودنې له امله وران شوی و چې 12 تنه پکې وژل شوي و.
پوليس وايي چې د اندونيزيا په پلازمېنه جاګارتا کې په دوو هوټلونو کې دبمي چاودنو له امله ديو شمېر بهرنيانو په ګډون لږ تر لږه نهه تنه وژل شوي دي .

د راپورونو له مخې چاودنې د ريتز کارلټون او ماريوټ په مشهورو هوټلونو کې شوې چې 50 تنه نور يې ټپيان کړي دي .

دغه راز تر دغو چاودنو درې ساعته وروسته دښار په شمال کې درېيمه چاودنه هم شوې ده خو تر اوسه پورې يې دزيان په اړه معلومات نشته .

دجاکارتا د پوليسو په وينا په لومړيو دوو چاودنو کې د وژل شويو کسانو په منځ کې څلور تنه بهرنيان دي .

وروستي راپورونه يو وژل شوی بهرنی استرليايی او بل دنوي زيلاند تبعه بولي خو دپاتې دوو په اړه لا معلومات نشته .

په چاودنو کې دواړو هوټلونو ته ډېر زيان اوښتی دی خو تر اوسه پورې معلومه نه ده چې تر شا به يې دچا لاس وي .

ماريوټ هوټل په 2003کال هم د موټر بم ديوې چاودنې له امله وران شوی و چې 12 تنه پکې وژل شوي و.

 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت