|
کابل: 500 روغتيايي مرکزونه جوړېږي
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دافغانستان دعامې روغتيا وزارت وايي چې په راتلونکو پنځو کلونو کې به دامريکا دمتحده ايالتونو په مالي مرسته په هېواد کې پنځه
سوه روغتيايي مرکزونه جوړ کړي .
دعامې روغتيا وزير سيدمحمدامين فاطمي چې په دې وروستيو کې يې متحده ايالتونو ته دهغه هېواد دکانګريس په بلنه ته سفر درلود له بي بي سي سره په يوه مرکه وويل چې په دغو مرکزونو کې به لوی او واړه مرکزونه شامل دي . هغه زياته کړه اړتيا ته په کتلو سره کېدای شي په يو شمېر سميو کې له دغو پيسو څخه يو شمېر شل بستريز روغتونونه هم جوړ کړي خو نور به مرکزونه به عادي روغتيايي کلينکونه وي . دښاغلي فاطمي په وينا دغه راز به په ټول هېواد کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې لپاره 33 روغتيايي مرکزونه جوړ کړي . نوموړي زياته کړه چې دمتحده ايالتونو کانګريس ورته بودېجه منظوره کړې خو د دبويجې دڅومره والي په اړه يې له څه ويلو ډډه وکړه . دروغتيا وزير وويل چې ددغو مرکزونو دجوړېدلو کار به دوه مياشتې وروسته پيل شي او په پنځو کلونو کې به بشپړ شي . هغه وويل چې په افغانستان کې اوس هم دمندو دمړينې کچه لوړه ده خو هغسې نه ده لکه څو کاله پخوا چې په سلو کې شپاړس مېرمنې د زېږون پر مهال مړې کېدې . دښاغلي فاطمي په وينا ددغو مرکزونو جوړېدل به دماشوم او مور دمړينې دکچې له را ټيټولو سره هم مرسته وکړي . نوموړي زياته کړه چې ددغو مرکزونو په جوړولو سره به په افغانستان کې د روغتيايي خدمتونو کچه به په سلو کې پنځه نوي لوړه شي . |
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||