|
امنيت شورا دافغانستان دټاکنو هرکلی وکړ
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دملګرو ملتونو د امنيت شورا تېره ورځ په نيويارک کې د يوې غونډې په ترڅ کې دافغانستان د اګست مياشتې ټاکنو ته هرکلی ووايه او
ټينګار يې وکړې چې ټاکني بايد ازادې او پر انصاف برابرې وشي .
د امنيت د شورا لنډمهالي مشر روهاکانا روګانډا په ليکلي بيان کې دشورا دپينځلسو غړو په استازيتوب پر افغانانو غږ کړی چې د ده په خبره د ټاکنو دتاريخي فرصت څخه دې ګټه واخلي. ده همدارنګه د ټاکنو لپاره دخوندي چاپېريال په برابرولو هم ټينګار وکړ او هغه کسان يې وغندل چې دده په وينا دټاکنو په بهير کي خنډونه جوړوي او تاوتريخوالي ته لمن وهي . ښاغلي روهاکانا له افغان حکومت او دټاکنو له کمېسيون سره هم د مرستې ژمنه کړه خو دا يې ځني وغوښتل چې د ايساف په مرسته او ملاتړ دې د ټاکنو لپاره د ټولو اړينو لارو او ليکو څخه کار واخلي. ده همدارنګه په افغانستان کې ديوناما پر ونډې ټينګار وکړ او ديوناما دمشر کای آيډه څخه يې وغوښتل چې د ده په خبره په ټاکنو کې دملګرو ملتونو وڼده بايد مرکزيت ولري. له بلې خوا دسې شنبې په ورځ په امنيت شورا کې د القاعدې او طالبانو پر ضد دبنديزونو دڅارنې کمېټې ديوې خبري غونډي په ترڅ کې په سيمه کې القاعده اوطالبان سملاسي اوخپرېدونکی ګواښ وباله . دبنديزونو دڅارنې د ډلې منتظم ريچارډ باريټ په خپلو خبرو کې څرګنده کړه چې دا ډله په الجزاير، موريتانيا، مالي، تيونيس، فيلپين او نورو افريقايي هېوادونو کې اوس هم په فعاليت بوخته ده. ښاغلي باريټ زياته کړه چې د دوی په ليست کي ډېر زيات طالبان شامل دي نو ځکه يې دفعاليتونو تمرکز هم پر افغانستان او پاکستان دی. خو دا يې ومنله چې په دغو هېوادونو کې د دوی مالي سرچينې لټول اسانه کار نه دی. دنشه توکو دسوداګرۍ لارې يې دڅو ګاونډيو هېوادونو سره تړلې دي خو پر نورو لارو سربېره د دغو هېوادونو حکومتونه هم په دې لار کې مرسته ورسره کوي. ښاغلي ريچارډ د مرکزي اسيا د اسلامي ډلو په باب هم اندېښنه وښوده چې د دغو اسلامي غوځنګونو له لاسه په افغانستان کې نا ارامۍ ته لمن وهل کېږي . هغه وويل : (( دا موږ ته د اندېښنې وړ ده، ځکه چې د القاعدې سره پيوند او د افغانستان او پاکستان په سرحدي سيمه کې منظم کار کوي. همدارنګه د ازبکستان ګڼ شمېر اسلامي جنګيالي د افغانستان په شمالي سيمو کي د ناټو پر نويو اکمالاتي لارو بريدونه کوي. .)) ښاغلي ريچارډ زياته کړه چې کمېټه نه يوازې د بنديزونو له لارې خپلې هڅې پرمخ بيايي بلکې له نورو عمومي لارو څخه هم کار اخلي. ښاغلي هارټينګ ټينګار وکړ چې له ترهګرۍ سره جګړه بايد دقانون له چوکاټ څخه ونه وزي. خو ده د کمېټې ځيني نيمګړتياوې هم يادې کړې چې دتورنو کسانو په ليست کې تر پينځوسو زيات داسي نومونه هم شته چې پوره نوم او د زوکړې نېټه يې هم نه څرګنده ځکه نو مالي او نظامي ادارې د دغه ډول نيمګړو معلوماتو پر بنسټ ګام نه شي اخيستلای. همدارنګه ځينې کسان مړه دي خو بيا يې هم نومونه په ليست کې شامل دي چې بايد ځني ووزي. ښاغلي هارټينګ زياته کړه چې دا مهال يې په ليست کې تر پنځوسو زياتو داسې کسانو نومونه شامل دي چۍ اوس يې له سره دهر سړي په اړه بېله بېله څېړنه پيل کړې چې د را روان ميلادي کال دجون دمياشتې تر نيمايي پورې به بشپړه شي. ياده دې وي چې د دې کمېټې په ليست کې يوسلو دوڅلوېشت طالبان شامل دي. |
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||