BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 10:34 گرينويچ 2009 ,16 جولاى
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
احمدشاه احمدزی: ټاکنې بايد ونه شي
 
ښاغلی احمدزی
ښاغلي احمدزي وويل : (( په هغه ملک کې چې سياسي، اداري او اقتصادي آزادي موجوده نه وي، په کې د ټاکنو مانا داده چې ولسمشر به هم د هغو کسانو په خوښه ټاکل کېږي چې پر دغه هېواد واکمن دي. ))
په افغانستان کې د سولې او تفاهم په نامه يوې ټلوالې مشران وايي چې ټاکنې د دغه هېواد هېڅ ستونزه نه شي هوارولاى نو بايد ونه شي.

د سولې او تفاهم په نامه دغه ټلواله وايي، افغانستان دا مهال تر ټولو لومړى امنيت ته اړتيا لري او بايد په دې برخه کې کار وشي.

د افغانستان د اسلامي اقتدار گوند مشر او ددغې جرگې يو غړى انجنير احمدشاه احمدزى وايي، د امنيت ترڅنگ بايد په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د فعاليتونو، د حکومت د مخالفانو، اداري فساد او په ټاکنو کې د خلکو د گډون په اړه هم اړين گامونه پورته او بيا ټاکنې وشي.

ده وويل : (( په هغه ملک کې چې سياسي، اداري او اقتصادي آزادي موجوده نه وي، په کې د ټاکنو مانا داده چې ولسمشر به هم د هغو کسانو په خوښه ټاکل کېږي چې پر دغه هېواد واکمن دي. راتلونکې ټاکنې شفافيت او مشروعيت نه لري، نوځکه يې موږ کېدل نه غواړو. ))

هغه وويل چې دا مهال په افغانستان کې ډېرى خلک په ټاکنو کې برخه نه شي اخيستلاى، له همدې امله بايد ټاکنې ونه شي.

ښاغلي احمدزي وړانديز وکړ چې په افغانستان کې دې د طالبانو او اسلامي حزب په گډون له مخالفينو سره خبرې وشي، لويه جرگه دې راوبلل شي او لنډ مهالى حکومت دې جوړ او بيا دې د بهرنيانو له اغېز لرې ټاکنې وشي.

د سولې او تفاهم ټلوالې غړو وويل چې په دې هکله يې خپل وړانديزونه ملگرو ملتونو، د امريکا سفارت، اروپايي ټولنې او گڼ شمېر نورو مراجعو ته هم سپارلي دي.

په افغانستان کې يوه سياسي ټلواله پر داسې مهال د ټاکنو د نه کېدو وړانديز کوي چې ټاکنو ته لږ وخت پاتې دى او په دې اړه تيارىانې هم نيول شوي دي.

ددې ترڅنگ د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون ويلي چې راتلونکې ټاکنې خپله افغانان کوي او په سالمه فضا کې به په خپلواکه توگه وشي، چې د هغوى په وينا د کوم بهرني هېواد تر اغېزې لاندې به نه وي.

 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت