BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 08:11 گرينويچ 2009 ,16 جولاى
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
داکمالاتي کاروان 3 ساتونکي ووژل شول
 

 
 
پکتيکا
پکتيکا ولايت دهېواد په سوېل کې پروت دی اوله پاکستان سره اوږده ګډه پوله لري چې وخت ناوخته ترې د نا امنيو خبرونه تر لاسه کېږي .
د پكتيكا ولايت دبرمل سرحدي ولسوالۍ په مرغې سيمه كې د بهرنيو ځواكونو پراكمالاتي كاروان بريد کې پنځه افغان امنيتي ساتونکي ټپيان او درې نور وژل شوي دي .

ددغه ولايت دوالي وياند حميدالله ژواک وويل چې په له بريده وروسته د دواړو لورو تر منځ نښته پيل شوه چې دوه ساعته روانه وه .

ده زياته کړه چې په نښته کې د کاروان دساتونکو په مرګ ژوبلې سربېره ددوی دسپرلۍ درې موټرونه هم ويجاړ شوي دي .

ښاغلي ژواک د طالبانو دزيان په اړه وويل چې د دوو قوماندانانو په ګډون 21 وسلوال طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي .

خو وسلوال طالبان وايي چې ددوی يو ملګری ټپي شوی او وژل شوي ټول ولسي وګړي دي .

دغه راز طالبان ادعا کوي چې په دغه بريد کې يې داکمالاتي کاروان ګڼ سرتېري وژلي او 15 تنه يې ژوندي نيولي دي .

بل لوري ته د خوست د ناامنه ولسوالۍ صبريو خالبېسات ښارګوټي ته نژدې د روشن مخابراتي شركت مخابراتي ستنه په ماين الوزول شوې او وروسته سوځول شوې ده .

د صبريو ولسوال دولت قيومي وايي، چې پېښه دشپې نا وخته شوې او دا وخت دغه ستنه كار نه کوي .

د دې ترڅنګ په خوست كې د ناټو ځواکونو درسنيو دفتر وايي چې تېره شپه يې په صبريو ولسوالۍ كې دوه ماين خښوونكي له چورلکې څخه ويشتلي او وژلي دي.

 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت