|
نيمروز: ځانمرګي درې پوليس ووژل
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
چارواکي وايي چې ديوه ځانمرګي بريد په پايله کې ديوه افسر په ګډون درې سرحدي پوليس وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.
بريدنن ماسپښين دسوېل لوېديز ولايت نيمروز په خاشرود ولسوالۍ کې شوی دی . د نيمروز د والي غلام دستګير ازاد په وينايوه ځانمرګي بريد کوونکي ددغه ولايت په غوري سيمه کې دپوليسو دلوجستکي کاروان منځته له چاودېدونکو توکو ډک موټر ننه ايستلی او چوولی و. دده په وينا په بريد کې د سرحدي پوليسو دقوماندان په ګډون درې تنه وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي . هغه وويل چې ټپيان روغتون ته رسول شوي دي او درملنه يې روانه ده . تر اوسه پورې طالبانو ددغه بريد په اړه څه نه دي ويلي . نيمروز دهېواد په سوېل لوېديز کې پروت ولايت دی چې له پاکستان او ايران دواړو سره ګډه پوله لري . |
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||