BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 05:21 گرينويچ 2009 ,16 جولاى
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
کلنټن: طالبانو کې د القاعدې ملاتړي شته
 
هيلري کلنټن
آغلې کلنټن وويل چې د امريکا اوسنۍ اداره د رڼې او حساب ورکوونکې واکمنۍ پلوۍ ده .
هيلري کلنټن په واشنګټن کې يوې خبري ناستې ته، چې ډېره برخه يې تګلاره جوړوونکې بلل کېده، وويل چې امريکا له طالبانو سره له دې امله جنګېږي، چې په دې غورځنګ کې داسې عناصر شته، چې د القاعدې ملاتړ کوي .

بل خوا آغلې کلنټن ويلي چې امريکا اوس هم له ايران سره خبرو اترو ته چمتو ده .

سره له دې چې نوموړې د وروستيو تاوتريخوالو کې له احتجاح کوونکو سره له د شوي چلند په اړه حيرانه شوې ده .

نوموړې ويلي چې د واشنګټن له خوا د خبرو اترو دغه وړانديز د تل لپاره نه دی، ايران بايد ژر ځواب ووايي :

(( ايران اټومي انرژۍ ته د لاسرسي حق لري، خو که په دې وتوانېږي چې د نړيوالې دا باور ترلاسه کړي، چې اټومي پروګرام به يې يوازې د سوله ييزو موخو لپاره وي، ايران کولی شي چې په سيمه کې رغنده رول ولوبوي .موږ چمتو يو چې له ايران سره خبرې اترې وکړي، او اوس د عمل وخت رارسېدلی دی ، دغه موقع به تل لپاره د ايران په لاس کې نه وي . ))

 ازادي، ولسواکي، عدالت او موقع ورکول د دې لپاره کاروو چې له لويه سره ددغو شعارو له مانا سره په تضاد کې وي، بيا ځينې وايي چې زموږ چلند امپرياليستي دی، او موږ غواړو چې پر نورو خلکو خپل واک وچلوو، هو دې نظرونو د امريکا ضد احساسات ډېر کړي دي.
 
هيلري کلنټن

هيلري کلنټن په خپله دغه هراړخيزه وينا کې د امريکا د مشرۍ له راتلونکې نه نيولې تر ازادۍ سوداګرۍ او نړيوالې تودوخې پورې په نړيوال ډګر کې ډېرو شته ستونزو ته ځای ورکړی و .

نوموړې وويل چې د امريکا اوسنۍ اداره د رڼې او حساب ورکوونکې واکمنۍ پلوۍ ده او په هرځای کې به د هر هغه چا ملاتړ وکړي، چې د ولسواکو بنسټونو رامنځ ته کولو لپاره کار کوي .

اغلې کلنټن زياته کړه چې زموږ دريځ بايد د نړۍ د اوسنۍ وضعې انګازه وي او موږ نه شو کولی چې د سړې جګړې محدوديتونو او يو اړخيزه کړنو ته بېرته ستانه شو .

د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې دا ومنله چې د امريکا پخوانۍ تګلاره تر ډېره بريده د امريکا ضد د احساساتو راپارېدو لامل ګرځېدلې وه، خو اوسنی حکومت يې د بدلون لپاره کار کوي :

((ازادي، ولسواکي، عدالت او موقع ورکول د دې لپاره کاروو چې له لويه سره ددغو شعارو له مانا سره په تضاد کې وي، بيا ځينې وايي چې زموږ چلند امپرياليستي دی، او موږ غواړو چې پر نورو خلکو خپل واک وچلوو، هو دې نظرونو د امريکا ضد احساسات ډېر کړي دي . ))

 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت