|
ارزګانيان بيارغنيزې پروژې غواړي
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان د نشه يي توکو پرضد وزير وزيرجنرال خدای داد ارزګان ولايت ته تللی او هلته يې د دغه ولايت په مرکز ترينکوټ کې له يو
شمېر بزګرانو سره وليدل .
نوموړي له بزګرانو وغوښتل چې د کوکنارو پرځای نور ګټور بوټي وکري . جنرال خدای داد ويلي ارزګان ته يې د تګ موخه بزګرانو ته عامه پوهاوی رسول په ګوته کړل . نوموړي وويل : ((موږ دلته د دې لپاره راغلي يو چې له تاسو سره سلامشورې وکړو، ستاسو مشورې به واخلو ، تېر کال ارزګان ولايت ډېرې هلې ځلې وکړې، تاسو په ريښتيا بيارغاونې او امنيت ته اړتيا لرئ او مستحقين يې ياست . )) بل خوا د ارزګان والي اسدالله همدم غونډې ته وويل چې په 1387 کال کې په دغه ولايت کې پر پنځوس زره جرېبه ځمکه کوکنار کرل شوي وو، چې 518 ټنه ترياک ترې لاس ته راغلي دي .
د ارزګان والي وويل که څه هم د ارزګان خلک له مجبوريته کوکنار کري، خو نوموړي زياته کړه چې تر دې وروسته به هېچا ته په دغه ولايت کې د کوکنارو د کرکېلې اجازه ورنه کړي . د اساسي قانون خلاف کار ده وويل : ((د ارزګان خلک ډدېرې ستونزې لري، خو موږ هېچا ته د کوکنارو کرو اجازه نه ورکوو، که دوی وايي چې غنم نه لرو، پيسې نه لرو مېوه نه لرو، نو بايد ترياک وکرو، نه، موږ اجازه نه ورکوو، دا د افغانستان اساسي قانون خلاف کار دی. )) د ارزګان د خلکو په استازيتوب مولوي لال محمد خان وويل چې په ارزګان کې د کوکنارو کرل دوه لاملونه لري، لومړی دا چې د بزګرانو ستونزې او دويم دلته د دولت نه واکمني درلودل .
نوموړي وويل که چېرې افغان دولت ارزګان ولايت ته پام وکړي، خلکو ته يې د بيارغاونې پروژې پيل کړي، نو بزګران به ډېر ژر د کوکنارو له کرلو لاس واخلي : (( زه چې دلته برق پيدا کړم، ويالې پيدا کړم، ترياکو ته ضرورت لرم؟ نو چې نه برق شته، نه وياله شته، نه جوړ سړک شته او نه د سړک امنيت شته، دغه خلک څه وکړي؟ د مجبورۍ له لاسه کوکنار کري .)) که څه هم افغان چارواکي په دغه هېواد کې د کوکنار په کر کې د کمښت خبر ورکوي، خو لاهم نړيوال وايي چې افغانستان د يو له سترو نشه يي توکو توليدوونکو هېوادونو څخه دی . |
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||