|
د يوه واحد کانديد د غوره کولو هڅې پيل شوې
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان د ولسمشرۍ شاوخوا ٢٣ کانديدانو ټاکنو ته د يوه واحد کانديد د غوره کولو هڅې پيل کړې دي .
هغوى د کانديدانو د هڅو د گډون په نامه يوه شورا جوړه کړې او وايي، ډېر ژر به په يوه تن سلا وکړي او پاتې کسان به له کانديداتورۍ تېر شي . په شورا کې د اشرف غني احمدزي، عبدالجبار ثابت او هدايت امين ارسلا په څېر کانديدان برخه لري . وړاندې تر دې داسې اوازې وې چې نوموړي کسان به د ډاکټر اشرف غني احمدزي په پلوۍ له خپلې کانديداتورۍ تېر شي . د يوه کانديد په گټه د ٢٣ نورو د تېرېدو خبر پر داسې مهال خپرېږي چې د افغانستان د ټاکنو کميسيون د راى ورکولو په پاڼو کې د ٤١ کانديدانو نومونه او تصويرونه چاپ کړي دي .
د کانديدانو د هڅو د گډون شورا کې ٢٣ تنه برخه لري . د اشرف غني احمدزي په څېر مطرحو کانديدانو نه نيولې بيا تر يو شمېر نسبتا نا پېژندل شويو هغو . دغو کانديدانو په کابل کې د يوې غونډې په کولو ټاکنو ته د يوه واحد کانديد په غوره کولو خبرې وکړې . د ولسمشرۍ د نوماند هدايت امين ارسلا مرستيال محمد اسمعيل قاسميار وويل، د شورا غړي هڅه کوي په خپل استازيتوب يوتن ټاکنو ته وړاندې کړي : لږ څه پېچلې موضوع "د يوه واحد کانديد د معرفي کولو موضوع لږ څه پېچلې ده، په شورا کې لږ اختلاف شته چې لا يې هم موږ په له منځه وړو نه يو توانېدلي. زموږ په ډله کې يوازې يو کانديد چې ښاغلى تورسن دى د يوه ځانگړي کانديد له معرفي کولو سره نه دى موافق، موږ به په دې اړه يوې پايلې ته د رسېدو لپاره يوه ځانگړې غونډه وکړو." ولسمشرۍ ته نوماند او د کانديدانو د شورا غړى عبدالحکيم تورسن وايي، د يوه واحد کانديد له وړاندې کولو سره ځکه نه دى موافق چې په وينا يې ډاډه نه دى، دغه کانديد به تر کومه ځايه ټاکنيزې سيالۍ پر مخ بوتللاى شي .
"زه په دې اړه اندېښمن يم چې که دغه ٢٣ تنه يو کانديد غوره کړي، څه تضمين وجود لري چې هغه به د کوم بل چا په گټه نه تېرېږي. خداى ناخواسته داسې کوم څه ونه شي ." د کانديدانو د شورا غړو په دې اړه څه ونه ويل چې په کومو شرايطو به يوه کانديد ته تېرېږي، خو ويل کېږي چې دوى له نوموړي کانديد نه په راتلونکې کابينه کې د بېلابېلو څوکيو د ترلاسه کولو پر سر په خبرو بوخت دي . وړاندې تر دې داسې اوازې هم خپرې شوي چې دغه کانديدان به د ولسمشرۍ د نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزي په پلوۍ له خپلې کانديداتورۍ تېر شي . د يوه واحد کانديد په گټه د ٢٣ نورو د تېرېدو د شونتيا خبر پر داسې مهال خپرېږي چې د ټاکنو کميسيون وايي، د رايو په پاڼو کې يې د ٤١ کانديدانو نومونه او تصويرونه چاپ کړي . |
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||