|
افغانستان د مرسته شويو پيسو حساب ورکولی شي
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
افغان حکومت وايي دې ته چمتو دى چې امريکا ته د مرسته شويو پيسو د لگولو په اړه حساب کتاب ورکړي .
د حکومتي چارواکو په وينا د مرستنديو ټولنو لخوا يوازې ٣٠ په سلو کې مرسته شوې پيسې د حکومت له لوري لگول شوې چې پاتې برخه يې په خپله مرستندويه ټولنو لگولې دي . تېره ورځ امريکايي چارواکو ويلي وو چې د دغه هېواد لخوا افغانستان ته د بيارغاونې په چارو کې مرسته شوې پيسې بې ځايه لگېدلې او په دې اړه يې څېړنې پيل کړې دي . افغان حکومت د امريکا لخوا د مرسته شويو پيسو په اړه د حساب کتاب د ورکولو خبره داسې مهال کوي چې د افغانستان ته د امريکا تر ډېره مرسته شوې پيسې د هغه هېواد د پرمختيايي ادارې يو اس آى ډي لخوا لگول شوې دي . د افغانستان د اقتصاد وزارت سلاکار عبدالواسع حقيقي په وينا حکومت دې ته چمتو دى چې د امريکا لخوا د مرسته شويو پيسو د لگولو په اړه حساب ورکړي : (( حکومت حاضر دى په بېلابېلو برخو کې لکه کرنه ، د کليو د پراختيا ، سړک جوړولو ، برېښنا ، معارف او نورو پروژو په اړه چې مرسته شوې پيسې په کې لگېدلې په اړه يې حساب کتاب ورکړي .))
د افغانستان د ماليې وزارت په وينا په تېرو اتو کلونو کې امريکا له افغانستان سره ٣١ ميليارده ډالره مرسته کړې چې ډېره لږه برخه يې د افغان حکومت له لوري لگول شوې ده . په همدې حال کې په افغانستان کې يو شمېر مرستندويو ټولنو د امريکا د دغه کار هرکلی کړى او ويلي دي چې امريکا بايد د دې لاملونه ومومي چې دغه مرستې ولې په سمه توگه نه دي لگېدلې او چا نه دي لگولې ؟ د اکبر د موسسې د مرستيال هاشم مايار په وينا د دې لارې چارې بايد وموندل شي چې څه ډول دغه مرستې په سمه توگه ولگېږي او د خلکو پر ژوند مثبت اغېز وکړي . څه موده وړاندې ملگرو ملتونو هم په افغانستان کې پر مرستندويو ټولنو غږ وکړ چې د خپلو لگول شويو پيسو په اړه افغان حکومت ته حساب ورکړي . په تېرو اتو کلونو کې بېلابېلو هېوادونو له افغانستان سره په ميلياردونو ډالره مرسته کړې چې ډېره برخه يې د بيارغاونې پر پروژو او نورو چارو لگېدلې دي ، خو زيات شمېر افغانان وايي د بيارغاونې په چارو کې د پام وړ کارونه ندي شوي او د دوى په ژوند کې هم کوم مثبت بدلون نه دى راغلى . ددوى په وينا دغه مرسته شوى پيسې په ځاى نه دي لگېدلې او تر ډېره د چارواکو جيبونه پرې ډک شوي دي . تېره ورځ جاپاني چارواکو هم ويلي وو که چېرې د دوى لخوا مرسته شوې پيسې په افغانستان کې پر ځاى ونه لگېږي او اداري فساد دوام ومومي نو له دغه هېواد سره به خپلې مرستې په ټپه ودروي . |
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||