 |
|
| د وژل شويو سرتېرو هويت او د وژل کېدو دقيق ځای نه دی ښودل شوی . |
په افغانستان کې مېشت ايساف ځواکونه وايي چې په سوېل کې يې دوه سرتېري وژل شوي دي .
بي بي سي ته په کابل کې د مېشتو ايساف ځواکونو له مطبوعاتي دفتره په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې دغه سرتېري تېره ورځ
(دوشنبه، د جولای 13 مه) د افغانستان په سويل کې له وسله والو سره په نښته کې وژل شوي دي .
په کابل کې د ايساف ځواکونو وياند جنرال اريک تريمبلي پر وژل شويو سرتېرو خواشيني ښوولې ده .
که څه د وژل شويو سرتېرو د هويت او د وژل کېدو دقيق ځای نه دی په ډاګه شوی، خو په سوېل کې ډېری برتانوي، امريکايي او کاناډايي
ځواکونه له طالبانو سره په جګړې بوخت دي .
د تېرې جمعې په ورځ په هلمند ولايت کې له طالبانو سره په جګړو او چاودنو کې اته برتانوي پوځيان ووژل شول، چې له دې سره په افغانستان
کې د ټولو وژل شويو برتانوي پوځيانو شمېر184 ته ورسېد.
|