BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 05:20 گرينويچ 2009 ,14 جولاى
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
ايساف: د الوتکې رالوېدو ٦ تنه وژلي
 

 
 
هلمند کې د اپاچي په نامه چورلکه (پخوانی عکس ګورئ)
د الوتکې د رالوېدو لامل او په کې د احتمالي مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويل شوي .
په افغانستان کې د ناټو ځواکونه وايي چې د دغه هېواد په سويلي سيمو کې د يوې نا پوځي چورلکې د غورځېدو له امله شپږ تنه وژل شوي دي .

دغه ايم ای 26 ډوله الوتکه د اکراين د يوه خصوصي مولدوون هوايي شرکت وه، چې ايساف په کرايه اخيستې وه.

په الوتکه کې د اوکراين شپږ عمله وژل شوي دي .

انټرفاکس ويلي چې دغه الوتکه د يوه ميزايل په ويشتو راپرېوتې ده.

دا رنگه ناټو ځواکونه وايي چې دوه سرتېري يې د هلمند ولايت په روان اخ و ډب کې وژل شوي دي .

په افغانستان کې ناټو ځواکونه وايي هغه چورلکه چې نن سهار د هلمند ولايت په سمگين ولسوالۍ کې نسکوره شوې يوه نا پوځي چورلکه وه چې د ځينو اکمالاتو لپاره په کرايه نيول شوې وه .

ها خوا طالبانو ادعا کړې چې چورلکه د دوى په توغنديولگيدلې او په خبره يې چې شا و خوا شل کسه يې په کې وژلي دي ، د سنگين ولسوال هم دا خبره منلې چې غورځيدلې چورلکه د طالب جنگياليو په ډزو رانسکوره شوې ده .

دا رنگه ناټو ځواکونو په يوه وينا پاڼه کې کاږلي چې د دوى دوه سرتيري د افغانستان په سويل کې وژل شويدي ، ناټو د دغو وژل شويو سرتيرو د هويت په اړه هم څه نه دي ويلي ، خو د ائيتلافي ځواکونو يو وياند د فرانسې خبري اژانس ته ويلي چې وژل شوي سرتيري امريکايان وو .

په هلمند کې د امريکې ، بريتانوي ځواکونه د افغان ځواکونو سره په گډه د څو اونيو راهيسته په جگړه کيوتي ، او موخه يې په افغانستان کې د راروانو ټاکنو لپاره د سولې او ټيکاو ر اوستل په گوته شوي دي .

 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت