|
درې امريکايي سرتېرې وژل شوي
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په افغانستان کې مېشتو بهرنيو ځواکونو د خپلو درو سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړی دی .
بي بي سي ته د ايساف ځواکونو په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د افغانستان په ختيځ کې يې تېره ورځ يو سرتېری د وسله والو د يوه بريد په پايله کې ووژل شو. په خبرپاڼه کې د وژل شوي سرتېري د هويت او د بريد دقيق ځای نه دی ښودل شوی . بل خوا په هلمند کې د دوو امريکايي سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی . دغلته پراخ پوځي عمليات ادامه لري . ويل کيږي بهرني سرتيرې پدغو عملياتو کې د مخالفينو له جدي مقاومت سره نه دي مخامخ، بلکې د سړک د غاړې ماينونه او ځانمرگي بريدونه د دوى لپاره لوى گواښ دى، خو بهرني سرتيري په نژدې تېرو اتو کلونو کې دا مهال له زياتې مرگ ژوبلې سره مخامخ دي . په افغانستان کې امريکايي سرتېري په تدريجي توگه ډېر شوى اوس يې شمېر ٧٠ زرو ته نژدې شوى دى . د تېرې اوونۍ په اوږدو کې افغانستان کې اته برتانوي پوځيان ووژل شول، چې په دې سره په افغانستان کې د ټولو وژل شويو سرتېرو شمېر تر 184 اوړي . تېره ورځ د امريکا ولسمشر بارک اوباما غانان ته د سفر په درشل کې د برتانيا له سکای تلوېزيوني چينل سره په مرکه کې ويلي وو چې افغانستان کې د اګست مياشتې ترټاکنو وروسته بايد د افغانستان په اړه پر نړيواله ستراتيژۍ له سره مرور وشي . نوموړي ويلي وو چې ښايي انکشافي مرسته تر پوځي هغې زياته اغېزمنه وي . |
ورسره تړلي نور خبرونه
هلمند: د جګړو له سيمو خلک وځي 11 جولاى, 2009 | خبرونه
په هلمند کې دبريتانوي پوځ زيانونه09 جولاى, 2009 | خبرونه
هلمند کې ٢ برتانوي پوځيان وژل شوي05 جولاى, 2009 | خبرونه
هلمند کې د 'پړانګ خپړې' عمليات روان دي04 جولاى, 2009 | خبرونه
په هلمند کې پوځي عمليات روان دي 03 جولاى, 2009 | خبرونه
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||