BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 09:40 گرينويچ 2009 ,13 جولاى
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
سواتي کډوال بېرته ستنېږي
 
له سواته بې ځايه شوي کډوال
د ملگرو ملتونو ټينگار دا دى چې خلک دې خپلې خوښې ته پرښودل شي .

د پاکستان پوځ د سوات درې او شاوخوا سيمو ته ورغلې لارې نن بېرته پرانيستي دي. د دې گام موخه بېرته ستنېدا ته د هغو شاوخوا دوه ميليونه خلکو هڅول يادېږي .

د پاکستان پوځ د سوات درې او شاوخوا سيمو ته ورغلې لارې نن بيرته پرانيستي دي .

د دې گام موخه بېرته ستنېدو ته د هغو شاوخوا دوه ميليونه خلکو هڅول يادېږي چې د پوځ او طالبانو تر منځ د جگړو له کبله له سيمې بې ځايه شوي دي .

ځينې بې ځايه شوي خلک لا له وړاندې د خپلو حيواناتواو شتمنيو د ژغورنې لپاره بېرته ستانه شوي دي .

خو اوس د پراخې کچې د بېرته ستنېدو تکلونه دي چې دا به په سوات، ملکنډ او دير کې د ديره شوي پوځ تر څار لاندې وي .

د چارې د تنظيم مسووليت جنرال نديم احمد ته سپارل شوى .

دا هغه چارواکى دى چې د کشمير له زلزلې وروسته هم ورته مسووليت ورپه غاړه وو.

په لومړي پړاوو کې به په کمپونو کې ميشتې کورنۍ ستنېږي .

ورپسې به په ښوونځيو او نورو ځايونو کې د ديره خلکو وار وي .

د ملگرو ملتونو ټينگار دا دى چې خلک دې خپلې خوښې ته پرښودل شي .

دا ځکه چې په سيمه کې د اوبو او برېښنا سيستم ويجاړ شوى او بېرته سمبالول يې ښايي څو مياشتې واخلي .

چاودنې 9 تنه ووژل

د پاکستان د ملتان ښار په يوه کور کې چاودنې لږ تر لږه نهه کسه وژلي او په لسگونو نور يې ټپيان کړي دي.

پوليس وايي چاودېدونکي توکي ظاهرا د يوه دمذهبي عالم په کور کې ايښي وو چې ماشومانو ته يې ديني زده کړې ورکولې .
چاودنې تر لسو زياتو نورو کورونو ته هم زيان اړولى دى .

چارواکي وايي نه پوهيږي چې د چاودنې لامل څه وو .

 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت