|
ولسي جرګه د ديک چيني د تور په اړه پلټنه کوي
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د امريکا په رسنيو کې راغلي چې د دغه هېواد پخواني مرستيال ولسمشر ديک چيني د امريکا استخباراتي ادارې (سي ای اې) ته ويلي وو چې
کانګرېس ته د ترهګرۍ ضد پټو عملياتو د پروګرامونو په اړه معلومات ور نه کړي .
دغه پروګرام چې د 2001 کال د سپتمبر د 11 تر پېښور وروسته پيل شوی وی، د سي ای اې نوي مشر ليون پانيتا له تېرې مياشتې راپدېخوا چې په دغه راز پوه شو، اوس يې ختم کړی دی . د دغه پروګرام له امله د بوش ادارې ته ډېر کسان متوجه وو چې هغوی له اړوندو څانګو څخه مسايل پټ ساتي . ډيموکرات سناتوره ډاين فاين سټين تايد کړه چې د څارګرې ادارې مشر ليون پانيتا د ولسي جرګې کميټې ته منلې چې نور يې دا پروګرام درولی دی. خو ښاغلي چيني د دغه تورونو په اړه رسنيو ته ځان په لاس نه دی ورکړی . د کليفورنيا ايالت سناتوره چې په سنا کې د څارګرې کميټې مشره ده دي کشنبې په ورځ د امريکا فاکسن نيوز ټلوېزون ته وويل چې که خبره له قانوني چوکاټ څخه وځي نو دريځ کمزوری کېږي :
(( زه وايم چې که د څارګرې ادارې کمېټې ته مالومات ورکول شوي نو نه يوازې به پروګرام څارل شوی وای همدارنګه به کمېټې ته پرله پسې راپورونه راغلي وای. خبره اوس په دې کي ده چې ولې موږ ناخبره ساتل شوي وو، داسې کار بيا بايد ونه شي .)) فاين سټين همدارنګه وايي د دې پروګرام او منسوخېدو په باب د څارګرې ادارې د مشر د خولې د تېرې ميلادي مياشتې پر 24 مه خبره شوه. همدارنګه يې شک وښود چې د بوش تېر حکومت به له قانون څخه سر غړولی وی . آغلې فاين سټين که څه هم دا مني چي دا به پر امريکا د سپتمبر تر بريدونو وروسته يوه اړتيا وه خو د دې په قول چې دغه ډول کار دريځ بې سېکه کوي . له بلې خوا د جمهوري غوښتونکو يوه استازي فاکس نيوز ته دا لګېدلي تورونه بې ځايه وبلل او تور يې ولګاوه چي ډموکراټان په ولسي جرګه کي د ډېرو ستونزو څخه د پام اړولو لپاره دا بې ځايه تورونه يوه پلمه ګرځېولې ده . د ولسي جرګې وياندې نانسي پيلوسي هم ويلي چي څارګرې ادارې د پلټنو د لارو په باب غلط مالومات ورکړي او ګڼ شمېر ډموکراتو مشرانو هم د ليون پانيتا له خولې ويلي چې د ډموکراتانو تر واکمنۍ د مخه سي. آی. اې کانګرېس ته پرله پسې غلط مالومات ورکول . د خبرونو له مخې دا د سي.آی. اې د پلټنو د لارو او يا هم په هغه پروګرام پورې چې په امريکا کي د مدني ازاديو مخنيوی کوي اړه نه لري. هغو چارواکو چې نيويارک ټايمز ورځپاڼې ته ويلي وايي دا پروګرام د ميلادي کال 2001 تر بريدونو سملاسي وروسته پيل شو چې روزل او کړنلار جوړول يې په موخه کي راتلل خو وايي چي دا پروګرام سم پلی نه شو. يوې بلې سرکاري سرچينې بيا اسوشيټېډ پرېيس خبري اژانس ته دا خبره کړه چې د دې پروګرام مقصد له امريکا څخه بهر د سي. آی. اې په عملياتو پوري اړه درلوده . په واشنګټن کي د بي بي سي خبريال کيم غطاس وايي چي اوس اصلي خبره دا ده چې دا پروګرام څومره مهم و او پټ ساتل شوی و او ايا د بوش حکومت په دې کار سره له قانون څخه سر غړولی دی . ډموکراتانو اوس په ګانګرېس کي په دې باب د پلټني او ژر پرېکړې غږ کړی دی . |
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||