BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 08:09 گرينويچ 2009 ,13 جولاى
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
د ګرځنده ډلو د نومليکنې لړۍ رسماً پای ته ورسېده
 
د نومليکنې مامورين
د کميسيون د شمېرو له مخې د تېرکال له تلې (ميزان) مياشتې راهيسې په څلورو پړاوونو کې د ټول هېواد په کچه تر څلورنيم ميليونه زياتو کسانو نومليکنه کړې ده .
د افغانستان د ټاکنو کمېسيون وايي د ګرځنډه ډلو له لوري د رايې ورکولو د کارټونو د وېش لړۍ په رسمي توګه پای ته رسېدلې ده .

خو د دغه کمېسيون چارواکي وايي چې دغه بهير به په هغو ولسواليو کې چې له طالبانو خلاصېږي، لا هم روان وساتي .

د ګرځنده ډلو له لوري د نومليکنې بهير شل ورځې وړاندې په شلو ولايتونو کې پيل شوی و .

د ټاکنو کميسيون وايي چې دغه بهير وړمه ورځ رسماً پای ته رسېدلی دی .

د دغه کمېسيون د وياند نور محمد نور په وينا دا مهال د ټول هېواد په کچه اووه ولسوالۍ له نومليکنې پاتې دي چې د هلمند په خانشين ولسوالۍ کې يې نوم ليکنه پيل کړې ده :

((اوس موږ غواړو هغه ولسوالۍ چې پخوا په کې د نومليکنې بهير نه دی پيل شوی، خصوصاً په هلمند ولايت کې، د يوې مياشتې په اوږدو کې به دا زمينه ورکړو چې په دغه ملي بهير کې خلک برخه واخلي . په خانشين کې دغه بهير روان دی، او په دغه ولايت کې پنځه ولسوالۍ له نومليکنې پاتې وې، دوه ولسوالۍ په غزني کې دي، کله چې امنيتي ارګانونه موږ ته د نومليکنې ووايي موږ به هلته هم خپل کارکوونکي ولېږو.))

ښاغلی نور وايي که چېرې په دغو ولسواليو کې د دوی د کارکوونکو امنيت خوندي شي، د نومليکنې بهير به په کې بېرته له سره پيل کړي .

نورمحمد نور وايي چې په تېرو شلو ورځو کې تر 60 زره ډېرو خلکو نومليکنه کړې، چې په سلو کې يې 38 مېرمنې دي .

د کميسيون د شمېرو له مخې د تېرکال له تلې (ميزان) مياشتې راهيسې په څلورو پړاوونو کې د ټول هېواد په کچه تر څلورنيم ميليونه زياتو کسانو نومليکنه کړې ده .

 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت