BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 08:40 گرينويچ 2009 ,12 جولاى
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
نورستان: برګمټال مو بېرته ونيوله
 
نورستان
برګمټال د روانې جولای مياشتې پر نهمه وسله والو طالبانو نيولې وه .
افغان امنيتي چارواکو ويلي چې د ختيځ نورستان برګمټال ولسوالۍ يې بېرته له طالبانو نيولې ده .

دغه ولسوالۍ د روانې جولاې مياشتې پر نهمه طالبانو له سختې جګړې وروسته ونيوله .

د نورستان ولايت امنيه قوماندان قسيم پيمان ويلي چې تېره شپه د افغان ملي اردو او نړيوالو ځواکونو په ګډو عملياتو کې دغه ولسوالۍ بېرته د طالبانو له ولکې وويستله .

په ختيځ زون کې د ايساف ځواکونو افغان مطبوعاتي مسوؤل سباوون هوتک بي بي سي ته وويل چې د برګمټال ولسوالي نن سهار شاوخوا پنځه بجې بېرته له طالبانو ونيول شوه .

ښاغلي سباوون وويل چې اوس ايساف قوماندانان له سيمه ييزو خلکو سره په خبرو بوخت دي، چې څرنګه طالبان سيمې ته راننوتل او څه ډول يې مخنيوی کېدای شي .

دوی وايي چې په دغو عملياتو کې چاته زيان نه دی اوښتی .

که څه هم د نورستان ځايي چارواکي د برګمټال ولسوالۍ د بېرته نيولو خبره کوي، خو په دې اړه طالبانو څه نه دي ويلي .

تېره اوونۍ د دغې ولسوالۍ د نيولو پرمهال په نښته کې لس پوليس او د چارواکو په وينا تر شلو ډېر وسله وال طالبان ووژل شول .

برګمټال ولسوالۍ په داسې حال کې بېرته د دولت لاس ته لوېږي، چې په جنوبي هلمند ولايت کې د نړيوال او افغان ځواکونو په ملګرتيا د طالبانو د ځپلو عمليات لاهم دوام لري .

دغه ولسوالي غرنۍ سيمه ده، که چېرې افغان او بهرنيو پوځيان په دايمي توګه په کې حضور ونه لري، ښايي چې بيا دا ډول ستونزې په کې رامنځ ته شي .

دغه ولسوالۍ له پاکستان سره ګډه پوله لري او سخته غرنۍ سيمه ده .

د افغانستان د ولسمشريزو ټاکنو په رانژدې کېدو سره افغان او بهرنيو ځواکونو د وسله والو پرضد عمليات تېز کړي دي .

خو طالبانو هم د خپلو بريدونو د ډېرولو خبره کړې ده .

 
 
ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت