|
برتانيا په افغانستان کې د خپلې تګلارې ملاتړ وکړ
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د برتانيا د بهرنيو چارو وزير ډېوېډ ميلبنډ ويلي چې په افغانستان د خپلو ځواکونو د شتون ملاتړی دی .
نوموړي دغه څرګندونې پرداسې مهال کړې، چې تېره ورځ په هلمند کې پنځه برتانوي پوځيان ووژل شول . ميلبنډ ويلي چې ځواکونه يې په افغانستان کې د برتانيا د ښه راتلونکي لپاره جنګېږي او افغانستان به پرېنږدي، چې يو ځل بيا د ترهګرو د روزنيز مرکز او پټنځای وګرځي . د برتانيا لومړي وزير خبرداری ورکړی چې برتانوي ځواکونه په افغانستان کې له يو سخت اوړي سره مخامخ دي خو زياتوي سرتيرو يې د اورپکو د ماتولو او د اگست په مياشت کې د ټاکنو د امنيت ساتلو هوډ کړى دى . د برتانيا د بهرنيو چارو وزير ډېوېډ ميلبنډ وايي دا د امنيت په گټه ده چې دغلته افغان او برتانوي سرتېري جگړه کوي: '' القاعده يو نړيوال حرکت دى خو د خپل فعاليت لپاره يې د افغانستان او پاکستان پولې غوره کړي دي. مقصد په بشپړه توگه روښانه دى او هغه دا چې موږ بايد بېرته خپل امنيت ته ور وگرځو. دغه هدف ته د رسېدو لپاره ښه لاره داده چې افغان امنيتي ځواکونه پياوړي او د هېواد د فاع جوگه شي ، نه دا چې طالبان پر افغانستان واکمن وي. بل دا چې افغان حکومت هم په ښه توگه سمبال شي چې دا يو ډېر مهم عنصر دى .''
٨ برتانوي پوځيان وژل شوي
د برتانيا دفاع وزارت ويلي چې د تېرې جمعې په ورځ يې په افغانستان کې پنځه نور سرتېري وژل شوي، چې په دې سره له تېرې پنجشنبې راپدېخوا په دغه هېواد کې د وژل شويو برتانوي سرتېرو شمېر اتو ته رسېږي .
په نوموړي هېواد کې د ټولو وژل شوو برتانوي سرتېرو شمېر اوس ١٨٤ ته ورسېد . اوس په افغانستان کې د برتانيو سر تېرو د مړينې کچه تر هغه چې په عراق کې وه واوښته . يوازې په تېرو ١٠ ورځو کې ١٣ برتانوي سرتېري وژل شوي دي . د برتانيا د وسله وال ځواک مشر مارشال جک ستېراف هغو ته چې په افغانستان کې وژل شوي يا ټپي شوي دي د درناوي مراتب پرځاى کړي دي : ''په افغانستان کې زموږ سرتېرو ته په تېرو څوو ورځو کې خواشينوونکې مرگ ژبله رسېدلې، موږ د زړه له کومې د خپل هر يوه سرتېري د مړينې درد احساسوو. زموږ زړونه او خواخوږي د وژل شوو سرتېرو له کورنيو سره ده او د هغو سره چې ټپيان شوي او د د وي له دوستانو سره . په دغه حالت کې مو ږ به تر خپله وسه هڅه وکړو چې له دوی سره خپله غم شريکي وښيو .'' په داسې حال کې چې برتانوي ځواکونو د طالبانو پرضد نوي تهاجمي عمليات پيل کړي، د برتانيا لو مړي وزير گوردن براون خبردارى ورکړي چې سرتېري يې له يوه سخت دوبي سره مخامخ دي . خو زياته کړې ده دوي د ياغيانو د ماتولو ټينگ هوډ کړى او د اگست په مياشت کې يې د برياليو ټاکنو ډاډ ورکړى .
د برتانيا لومړی وزير وايي که څه هم په افغانستان کې د برتانوي سرتېرو د مرګ ژوبلې کچه مخ پر ډېرېدا ده، خو له دغه هېواده يې د سرتېرو د ويستو پوښتنه نه پيدا کېږي او تر هغه به په افغانستان کې پاتې کېږي، چې نړيواله ټولنه د افغانستان ماموريت سرته ورسوي او هم د طالبانو له اړه ګواښ په بشپړه توګه له منځه ولاړ شي . ګورډن براون دغه څرګندونې تېره ورځ ناوخته د اتو پرمختللو صنعتي هېوادونو د غونډې په وروستۍ ورځ خبريالانو ته کړې دي . نوموړي ټينګار کړی، چې د افغانستان له سويل څخه د طالبانو د ويستلو ټينګه اراده لري، او د راتلونکې اګست مياشتې پر شلمه به منصفانه او ازادو ټاکنو لپاره لاره اواره کړي . په تېرو دوو ورځو کې افغانستان کې اته برتانوي سرتېري وژل شوي دي، چې شپږ يې پرون او دوه نور يې وړمه ورځ وژل شوي دي . دغه سرتېري د پړانګ پنجې په نامه عملياتو پرمهال وژل شوي دي .
په هلمند ولايت کې د روانو عملياتو موخه سيمه له طالبانو پاکول او کنټرول يې افغان حکومت ته سپارل دي . د بي بي سي د دفاعي او امنيتي چارو خبريال وايي برتانوي سرتېرې د ويتنام له جگړې وروسته په افغانستان کې له تر ټولو يوې سختې جگړې سره مخ شوي دي . پرون د لندن په ختيځ ٨٥ ميلي کې و ووټن بايس په ښارګوټي کې په زرګونه خلک، د ښوونځيو زده کوونکي، سوداګر او د پوځ پخواني مامورين د سړک پر دواړو غاړو ولاړ ول، او د وروستيو وژل شويو سرتېرو تابوتونو ته يې د درناوي مراتب پرځای کول . له ٢٠٠١ کال څخه راپدېخوا په افغانستان کې ټول ١٨٤ برتانوي سرتېري وژل شوي دي . |
ورسره تړلي نور خبرونه
په هلمند کې دبريتانوي پوځ زيانونه09 جولاى, 2009 | خبرونه
هلمند کې ٢ برتانوي پوځيان وژل شوي05 جولاى, 2009 | خبرونه
هلمند کې د 'پړانګ خپړې' عمليات روان دي04 جولاى, 2009 | خبرونه
په هلمند کې پوځي عمليات روان دي 03 جولاى, 2009 | خبرونه
هلمند کې پراخه عمليات پيل شول23 جون, 2009 | خبرونه
منګل: طالبان د هلمند پر5 ولسواليو واکمن دي14 جون, 2009 | خبرونه
برتانيا: هلمند کې به سږنی دوبی خونړی وي13 جون, 2009 | خبرونه
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||