BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 09:49 گرينويچ 2009 ,11 جولاى
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
هلمند: د جګړو له سيمو خلک وځي
 

 
 
په هلمند کې د جګړې له وېرې بې ځايه شوي
د هلمند کورني بې ځايه شوې کورنۍ وايي چې د جګړې له وېرې يې خپل ډک کورونه پرې اېښي دي .
د هلمند ولايت دبېلابېلو ولسواليو او مرکز لښکر ګاه شاوخواسيمو څخه د جنګ جګړې له وېرې په سلګونو کورني مرکز لښکر ګاه ته راکوچېدلي چې ځينې يې د مختار په نوم پنډغالي کې مېشت او ځينې د ښار په ګوټ ګوټ کي د خپلو خپلوانو کره شپې او ورځې تېروي .

د راکوچېدلو کورنيو مشران نن دکډوالو چارو د رياست مخې ته راغونډ شوي وو او غوښتنليکونه يې په لاس ولاړ ول .

راغونډو شوو بې ځايه شويو بي بي سي ته وويل چې په راغلو کورنيو کې داسې کورنۍ هم شته چې په يوه سرای کې تر پنځه زيات کورنۍ ژوند کوي چې دا مهال يې ژوند ډېر ستونزمن ښکاري .

له دغو کډوالو يو تن خدای داد، چې د جګړې له وېرې يې په باباجي سيمه کې خپل ډک کور پرې اېښی، يوازې خپل سرونه يې د مرکز لښکرګاه خوندي ځای ته رسولي دي، وايي چې له دوی سره هېڅ ډول مرسته نه ده شوې .

که څه هم په هلمند کې د کډوالو چارو رياست شته، خو چارواکي يې وايي چې تر اوسه د دوی له خوا کډوالو ته هېڅ مرسته نه ده وېشل شوې .

د هلمند د کډوالو چارو ريس غلام فاروق نورزی وايي چې دا مهال د ولسواليو او لښکرګاه له شاوخوا سيمو څخه د بې ځايه شويو کډوالو شمېر تر دوو زرو کورنيو پورې رسېدلی دی .

په هلمند کې له تېرې يوې اوونۍ راپدېخوا د طالبانو د ځپلو په موخه د افغان او بهرنيو ځواکونو ګډ عمليات دوام لري .

داسې ښکاري چې دغه جګړه به ورځ په ورځ سخته شي .

له تېرې پنجشنبې راهيسې په دغه ولايت کې د برتانيا اته پوځيان وژل شوي دي .

 
 
ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت