BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 08:48 گرينويچ 2009 ,11 جولاى
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
د ٣٠ طالبانو د وژل کېدو ادعا شوې
 
وسله وال طالبان
تېره ورځ هم د غزني چارواکو په دغه ولايت کې د ٢٢ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی و .
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي په ارزګان ولايت کې يې له ايتلافي ځواکونو سره په ګډو عملياتو کې شاوخوا 19 وسله وال مخالفين وژلي دي .

د کورنيو چارو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو ويلي تېره ورځ (جمعه، د جولای لسمه) يې د ارزګان ولايت د چارچينو ولسوالۍ د خونی او کاريز په کليو کې له ايتلافي ځواکونو سره په ګډو عملياتو کې 15 مخالف وسله وال وژلي دي.

د خبرپانې له مخې د همدې ولسوالۍ د چرم يار په سيمه کې هم د دغو ځواکونو په عملياتو کې د مخالفينو څلور کسه وژل شوي او يوه اندازه وسلې هم دغو ځواکونو ته په لاس ورغلې دي .

خو د طالبانو يو وياند قاريي يوسف احمدي دغه ادعا ردوي او وايي چې وژل شوي ټول ملکي وګړی دي .

غزني کې ١١ طالبان وژل شوي

بل خوا د غزني ځايي چارواکي وايي چې د دغه ولايت په اجرستان ولسوالۍ يوولس وسله وال طالبان وژل شوي او څلور نور نيول شوي دي .

د غزني والي محمد عثمان عثماني
نژدې اته مياشتې وړاندې پر ډ‌اکټر عثمان عثماني د وردګو ولايت په سيد اباد سيمه کې هم بريد شوی وی، چې په کې د نوموړي يو ساتونکی وژل شوی و .

د دغه ولايت امنيه قومندان خيال باز شيرزى وايي په دغو عملياتو کې افغان او ايتلافي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى .

له بله لوري د غزني والي ډاکټر محمد عثمان عثماني له يوه بريده ژوندى وتلى ، خو دوه ساتونکي يې ټپيان شوي دي .

د غزني د والي وياند وايي په موټر سايکل کې ځاى پر ځاى شوي چاودېدونکي توکي هغه مهال وچاودل چې د والي موټر يې له څنگه تېرېده .

نوموړی تېر مازديګر د خواجه بلغار زيارت سره په چکر و، چې د زيارت له دروازې سره څېرمه پر موټر سايکل ځای پرځای شوي چاودونکي توکي وچاودېدل.

په چاودنه کې ښاغلي عثماني ته څه زيان نه دی اوښتی، خو دوه ساتونکي يې ټپيان شوي دي .

نژدې اته مياشتې وړاندې پر ډ‌اکټر عثمان عثماني د وردګو ولايت په سيد اباد سيمه کې هم بريد شوی وی، چې په کې د نوموړي يو ساتونکی وژل شوی و .

له ختيځ کنړ ولايت نه راپورونه وايي چې وسله والو کسانو د دغه ولايت د مرکز اسعداباد په نوي زندان بريد کړى او د زندان څلور کارکوونکي يې بوولي دي .

 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت