BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 08:31 گرينويچ 2009 ,11 جولاى
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
د اورمچي پېښوپر افغان سوداګرۍ ناوړه اغېزکړی
 

 
 
د افغانستان او چين بيرغ
زياتره افغان سوداګر له ګاونډي چين هېواد څخه توکي واردوي .
د افغانستان د صنايعو او سوداگرۍ د خونې چارواکي وايي د چين په اورمچي کې تاوتريخوالي د افغان سوداگرو پر کار او بار ناړوه اغېز کړى او ورته يې د ميليونونو ډالره زيان اړولی دى .

د چارواکو په وينا افغان سوداگر ٣٠ په سلو کې مالونه له چينه افغانستان ته واردوي چې اوسني تاوتريخوالي د هغوى تگ راتگ لپاره ځينې خنډونه پيدا کړي دي .

يو شمېر افغان سوداگر هم وايي چى د چين په اورمچي ښار کې تاوتريخوالي انديښمن کړي او دا به په افغانستان کې د چيني مالونو د بيو د لوړوالي لامل وگرځي .

افغان چارواکي وايي هغه مالونه چى افغان سوداگر يې له چينه افغانستان واردوي تر ډېره په کې د اوسپنې او ساختماني چارو سامانونه او ترڅنگ يې لومړني مصرفي توکي شامل دي .

د افغانستان د صنايعو او د سوداگرۍ د خونې مرستيال خان جان الکوزى وايي افغان سوداگر ٣٠ په سلو کې مالونه له چينه افغانستان ته واردوي چى په اورمچي کې روان تاوتريخوالي د دوى پر کار او بار ناوړه اغيز شيندلى دى :

د چين په اورمچي کې تاوتريخوالی
له تېرو څو ورځو راهيسې د چين په اورمچي ښار کې د ايغور مسلمانانو او هان چينايانو تر منځ د تاوتريخوالي په ترڅ کې نژدې ١٦٠ کسان ووژل شول او تر زرو ډېر ټپيان شول .

(( دغه تاوتريخوالی چې روان دى، هلته يې ز موږ د سوداگرو د تگ راتگ لپاره ممانعت پيدا کړى او دوى هم د ورتگ لپاره زړه نه ښه کوي، موږ له شلو نيولې تر دېرش په سلو کې مالونه له چينه واردوو چې دغه تاوتريخوالي په ميليونونو ډالره زيان اړولی دى .))

چارواکي زياتوي د افغانستان د شمالي ولايتونو سوداگر تر ډېره خپل مالونه له چينه واردوي چې هغوى ته ډېر زيانونه اوښتي او که چېرې دغه تاوتريخوالې دوام ومومي نو د چارواکو په وينا د دې وېره شته چې د چيني مالونو بيې هم لوړې شي .

که څه هم يو شمېر خلک شکايت کوي چې چيني مالونه ښه کيفيت نه لري، خو بياهم په بازارونو کې ډېر تر سترگو کېږي او خلک يې هم د ټيټې بيې له امله اخلي .

له تېرو څو ورځو راهيسې د چين په اورمچي ښار کې د ايغور مسلمانانو او هان چينايانو تر منځ د تاوتريخوالي په ترڅ کې نژدې ١٦٠ کسان ووژل شول او تر زرو ډېر ټپيان شول .

 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت